امنیت شورا: 'د رباني وژونکی پاکستانی و'

د رباني جنازه
Image caption د افغانستان د سولې د عالي شورا ريس، د مجاهدينو د واکمنۍ ولسمشر او د اسلامي جمعيت مشر برهان الدين رباني د تېر دسمبر پر ۲۰مه په يوۀ ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي د برهان الدین رباني د وژنې په تړاو جوړ شوي کمیسیون نوې معلومات په ډاګه کړي دي.

د ولسمشر له دفتره خپره شوې ویناپاڼه کاږي، امنيتي چارواکو د هېواد د ملي امنیت شورا په ناسته کې د خپلو پلټنو تازه معلومات وړاندې کړل.

په ارګ کې راغونډو شوو امنيتي چارواکو ولسمشر کرزي ته وویل، داسې شواهد او ثبوتونه یې ترلاسه کړي چې د برهان الدین رباني د وژنې پلان د پاکستان په کوټه ښار کې طرحه شوی و.

د ملي امنیت شورا غړو دا هم ویلي، چې د رباني د وژنې په قضیه کې تورن نیول شوي کس منلې چې پر رباني ځانوژونکی کس پاکستانی دی او په چمن کې اوسېده.

دوی دغه راز وويل چې په قضيه کې د ښکېلو کسانو په اړه لاس ته ورغلي شواهد چې د هغوی شهرت، ادرس او د تيلې فون شمېرې په کې دي، د پاکستان حکومت ته د هغوی د نيولو او ور سپارلو لپاره ورکړې دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا ريس، د مجاهدينو د واکمنۍ ولسمشر او د اسلامي جمعيت مشر برهان الدين رباني د تېر دسمبر پر ۲۰مه په يوۀ ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

دوه ورځې وړاندې ولسمشر کرزي وویل، که چېرې پاکستان د برهان الدین رباني د وژنې په تړاو پلټنو کې همکاري ونه کړه، نو خبره به ملګرو ملتونو ته وسپاري:

''موږ پرون پرېکړه وکړه چې د پاکستان حکومت کې له خپلو وروڼو سره معلومات شریک کړو، موږ هغوی خپل ګاونډيان بولو، پاملرنه وکړﺉ، موږ پاکستان ته د خپل ګاونډي او یوه اسلامي هېواد په توګه ګورو. مسلمان او ګاونډی د ورور معنی لري، موږ دا قضیه د هغوی مخې ته وړاندې کوو او ورته وايو، قدرمنو وروڼو! له تاسې سره زموږ او د استاد رباني له ټولو هڅو سره سره، دغه ډول پېښه وشوه، زموږ د ملي امنیت پلټنې او معلومات ښيي چې دغې پېښې له کوټې سرچینه اخیستې او په دې کې ځینې ځانګړي کسان ښکېل دي. اوس نو تاسې باید له موږ سره همکاري وکړﺉ. که چېرې دغه همکاري ونه شي، نو موږ به دا قضیه نړیوالو او ملګرو ملتونو ته وړاندې کړو چې په دې اړه پلټنه وکړي. ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي کرزي وویل، که چېرې وموندل شوه چې طالبان د رباني په وژنه کې لاس لري، نو له هغوی سره به د سولې خبرې اترې وځنډوي.

ولسمشر کرزي په کابل کې خپرېدونکي له 'نور' تلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په دغه پېښه کې د بهرنیانو د لاس لرلو ثبوت به ددښمنۍ معنی ولري:

''که چېرې په ثبوت ورسېږي چې بل هېواد په دې قضیه کې ښکېل دی او یوه بهرني هېواد زموږ استاد وژلی، دا به ددښمنۍ په معنی وي، دا بله معنی نه شي لرلای.''

ښاغلي کرزي وویل، که چېرې وموندل شوه چې طالبان د رباني په وژنه کې لاس لري، نو له هغوی سره به د سولې خبرې اترې وځنډوي.

ورته مطالب