افغانستان کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر لغوه کړ

ګیلاني
Image caption د افغانستان دولت وايي دا چې د کابل او اسلام اباد د سولې ګډ کمیسیون پایلې ناڅرګندې دي، کابل ته د یوسف رضا ګیلاني سفر هم کومه ګټه نه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ کمیسیون کار يې ځنډولی دی.

افغان چارواکو دا هم وویل، چې پاکستاني لورو په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې خپلې ژمنې پلي نه کړې، نو له دې وروسته د کمیسیون د کار دوام ته هم اړتیا نه شته.

ټاکل شوې وه، چې د دغه کمیسیون دویمه غونډه په روانه (اکتوبر) میاشت کې په کابل کې جوړه شي.

افغان حکومت کابل ته د پاکستان د لومړی وزیر یوسف رضاګېلاني سفر، چې د یاد کمیسیون د کار په اړه و، لغوه کړی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د ګډ کمیسیون له جوړېدو وروسته افغان چارواکي دې پايلې ته ورسېدل، چې دغه کمیسیون تراوسه هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

دغه چارواکي يي لامل دا په ګوته کوي، چې پاکستاني چارواکو په دې ترځ کې عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې ګډ کمیسیون شا و خوا شپږ میاشتې مخکې د سولې د ټینګښت په اړه د خبرو په موخه په اسلام اباد کې جوړ شوی و.

ټاکل شوې وه، چې د پاکستان لومړی وزير یوسف رضاګېلاني په روانه میلادي میاشتې د دغه کمیسیون په دویمه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته سفر کړی وی، خو د ښاغلي ګېلاني سفر د افغان حکومت لخوا لغوه شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو زوارت ویاند جانان موسی زي بي بي سي ته وویل، هغه خبرې، چې عملي پایلې ونه لري، دوام يې بې معنی دی:

''د کمیسیون د اسلام اباد په لومړۍ غونډه کې ژمنې وشوې چې د افغانستان د سولې لپاره به دوی عملاً ګام اخلي، خو له بده مرغه په تېرو څو میاشتو کې یې هېڅ کومه مثبته نتیجه ورنه کړه. نو موږ فکر کوو چې افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر هم کومه ګټه نه لري. ''

افغان حکومت تراوسه د دغه کمیسیون د کار د بیاپېلېدو په اړه کوم شرط نه دی وړاندې کړی، خو ښاغلی موسی زی وايي، د دغه کمیسیون د کار ځنډېدل، په افغانستان کې د سولې د هڅو د درولو معنی نه ورکوي.

د نوموړي په باور، که ريښتینولي په منځ کې وي، نو سوله د دواړو هېوادونو، افغانستان او پاکستان په ګټه ده:

د افغانستان او پاکستان ترمځ ګډ کمیسیون د جوړېدو هوکړه، په تېر اپرېل میاشت کې کابل ته د ښاغلي ګيلاني د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ وشوه.

د دغه کمیسیون لومړی غونډه، د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړی وزير یوسف رضا ګيلاني په ګډون شاوخوا درې میاشتې مخکې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

Image caption د دغه کمیسیون لومړی غونډه، د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړی وزير یوسف رضا ګيلاني په ګډون شاوخوا درې میاشتې مخکې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

د افغانستان له لوري، د سولې د عالي شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني، د بهرنيو چارو وزیر زلمی رسول، لوی درستیز شېرمحمد کریمي، د ملي امنیت د ادارې سرپرست رحمت الله نبیل، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاوېد لودین او په اسلام اباد ک د افغانستان سفیر عمر داوودزی د دغې غونډې ګډونوال وو.

خو، د پاکستان له خوا په دغه غونډه کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر، د پوځ مشرجنرال اشفاق کیاني، د آی اس آی مشر شجاع پاشا، د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سلمان بشیر او په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق ګډون کړی و.

که څه هم دغه کمیسیون د دواړو هېوادونو د مهمو چارواکو په هيله مندۍ سره کار پیل کړ، خو په افغانستان کې بیا یوشمېر کتونکو د کار له پیله يې د دغه بهیر بریاليتوب ته د شک په سترګه کتل.

ورته مطالب