افغانستان د ورېښمو لاره بېرته رغوي

Image caption ددې لارې په پرانیستې سره به افغانستان د هغه پله حیثیت غوره کړي چې ګڼ اسیايي، اروپايي او افریقايي هېوادونه به یو له بل سره ونښلوي.

افغان دولت غواړي د امريکا او ځينو نورو هېوادونو په مرسته د ورېښمو لار بيا له سره ورغوي.

د دغې لارې په پرانيستلو سره به افغانستان يو ځلې بيا د ارتباطي پله له حيثيته برخمن شي چې مرکزي، ختيځ، لوېديځ او سوېلي هيېادونه يو له بل سره ونښلوي او د ختيځې اروپا او شمالي افريقې لپاره پۀ لاره پرانيزي.

دغه لاره چې زيات تاريخي لرغونتوب لري، د پرمختللو ترانسپورتي وسايلو او په روسيې او چين کې د کمونيستي نظامونو د رادبره کېدو سره جوخت وتړل شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه غوښتنه د امریکا او افغان دولت ګډه غونډه بولي او وايي چې د ملګر ملتونو په ۶۶مه غونډه کې هم د افغان استازي له خوا همدغه غوښتنه شوې وه.

د وزارت ویاند جانان موسی زی وايي چې ګڼو هېوادونو په دې سرمشریزه کې ددغې غوښتنې هرکلی کړی او په وینا یې چې ددغې تګلارې په پلی کولو کې یې هم زمنې کړې دي:

''د ورېښمو د لرغونې لارې د بیا جوړونې موخه د سیمې له هېوادونو سره نژدې اقتصادي او سوداګریزو اړیکو رامنځ ته کول دي. په هره اندازه چې له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړو، په هماغه اندازه به ټول هېوادونه هڅه کړي چې د سیمې سوله او ثبات ټينګ وساتل شي؛ ځکه چې د ټولو ترمنځ به ګډې اقتصادي ګټې رامنځ ته شي. ''

ددې لارې په پرانیستې سره به افغانستان د هغه پله حیثیت غوره کړي چې ګڼ اسیايي، اروپايي او افریقايي هېوادونه به یو له بل سره ونښلوي.

له بل پلوه، سیاسي شنونکي وايي چې افغانستان له ترانزیتي پلوه داسې یو ځای ځایګی لري چې درې بشري حوزې له اقتصادي مخې یو له بله سره نښلوي.

منځنۍ اسیا له سوېلي او سوېل ختيځې اسیا او بیا دا دواړه له منځني ختيځ سره نښلوي.

Image caption دغه لاره د پرمختللو ترانسپورتي وسایلو په کارېدو سره او له هغه وروسته چې په روسیه او چین کې کمونیستي نظامونه ټينګ شول، له کاره غورځېدلې وه.

داسې ښکاري چې امریکا او افغانستان غواړي دغه لاره د خپلو توکو د لېږدولو لپاره د پاکستان پرځای وکاروي.

افغانستان چې شاوخوا له وچې سره نښتی هېواد بلل کېږي، تل یې له خپل ګاونډي هېواد پاکستان سره د ترانزیت پر سر ستونزې ګاللې دي.

له بله پلوه پاکستان کې ځينې اورپکو ډلو تل د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کتارونو بریدونه کړي.

خو اوس داسې ویل کېږي چې د ورېښمو دغه لاره چې څو زره کلن لرغونتوب لري، ښايي دغه ستونزې پرې غوڅې شي.

دغه لاره د پرمختللو ترانسپورتي وسایلو په کارېدو سره او له هغه وروسته چې په روسیه او چین کې کمونیستي نظامونه ټينګ شول، له کاره غورځېدلې وه.