کابل: وچکالۍ ځپلو ته مرسته وغوښته

ښځې د انځور حقوق AP
Image caption سمنګان، تخار، سرپل، هرات، فاریبا، جوزجان، بغلان، کندوز، بدخشان، بامیان، دایکنډي او غور د افغانستان هغه ولایتونه دي چې د نورو سیمو پرتله پکې وچ کالي ډېره شوې ده.

افغانستان د څه باندې دوه نيم ميليونه وگړو د خوړو لپاره له نړيوالو مرستندويانو د ١٤٢ ميليونه ډالرو مرسته غوښتې ده.

چارواکي وايي د افغانستان ١٤ ولايتونه له داسې بدې وچکالۍ سره مخامخ دي چې په تيرې يوې لسيزې کې يې سارى نه و لیدل شوی.

کابل کې د کرنې وزير د هيواد شمالي او ځينې لويديځ او ختيځ ولايتونه له خورا بد حالت سره مخامخ وبلل.

ويل کيږي چې ډيرو بزگرانو خپل څاروي پلورلي او د ژمې په ورځو شپو کې بې له مرستو نه شي پايدلى.

د کرنې وزارت وايي، دا چې اوس نژدې دوه نیم میلیون افغانان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دي، د هېواد لپاره نړیوالې مرستې تر بل هر وخت اوس ډېرې اړینې دي.

وزارت وايي، د وچکالۍ د ډېرېدو له کبله، ګڼو افغان کروندګرو خپلې کرنیزې ځمکې خرڅې کړې او د ژمي په رانژدې کېدو سره د خوراکي توکو زېرمو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال سازمان هم له افغانستان سره د سم لاسي مرستې غوښتنه کړې.

د کرنې او اوبو لګولو افغان وزیر محمد اصف رحيمي ویلي ''د کرنې د کچې د راټيټېدو او په نړۍ کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له کبله، د افغانستان شمالي سیمې له بېړني حالت سره مخامخ شوې دي.''

د افغانستان د کرنې وزیر دا هم ویلي چې، په دغه هېواد کې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې خلک خوارکي توکو ته اړتیا لري.

د انځور حقوق AP
Image caption دا مهال دوه نیم میلیونه افغانان له سختې وچ کالۍ او د خوراکي توکو د کمښت له ستونزو سره مخامخ دي.

خو نوموړی زیاتوي، په داسې حال کې چې د خوړو نړیوال سازمان WFP د خوراکي سرچینو له ستونزو سره مخامخ د دی، د افغانستان نژدې لس میلیون وګړي خوراکي توکو ته اړتیا لري.

سمنګان، تخار، سرپل، هرات، فاریبا، جوزجان، بغلان، کندوز، بدخشان، بامیان، دایکنډي او غور د افغانستان هغه ولایتونه دي چې د نورو سیمو پرتله پکې وچکالي ډېره شوې ده.

له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا، افغانستان تر اوسه د وچکالۍ له ستونزې کړېږي، خو د هېواد په شمال کې کروندګرو بي بي سي ته ویلي، اوسنۍ وچ کالي د ۲۰۰۱ کال د وچ کالۍ پرتله ډېره ده.

ورته مطالب