کندهار: اسدالله خالد له ځانوژونکي بریده روغ رمټ ووت

اسدالله خالد
Image caption اسدالله خالد د سرحدونو او قبایلو چارو د وزارت سربېره د کندهار تنظيميه رییس هم دی.

د افغانستان په سوېلي کندهار ښار کې د سرحدونو او قبایلي چارو وزیر اسدلله خالد له یوه ځانمرګي بریده روغ رمټ ووت.

د کندهار امنیه قومندان بي بي سي ته وویل، برید نن سهار (دوشنبه، د اکتوبر درېیمه) د کندهار ښار د درېیمې ناحیې په حاجي عرب سیمه کې داسې مهال وشو، چې ښاغلی خالد له سیمې د تېرېدا په حال کې و.

امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وویل، په برید کې لږترلږه دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

نوموړي وویل، برید په زرنج ډوله موټر سایکل کې د چاودېدونکو توکو په مټ شوی.

په کندهار کې مامون درانی وايي، برید د کندهار ښار او ډنډ ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلي سړک دوکانونو ته څېرمه شوی.

نوموړي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون پر کرښه وویل، برید له سیمې د ښاغلي خالد د کاروان له تېرېدا لس دقیقې وروسته شوی.

ښاغلی درانی زیاتوي، اسدالله خالد ډنډ ولسوالۍ په غونډه کې د ګډون لپاره هلته روان و.

اسدالله خالد د سرحدونو او قبایلو چارو د وزارت سربېره د کندهار تنظيميه رییس هم دی.

بل ځانمرګی

بل خوا، د کندهار ۲۰۵ نمبر اتل قول اردو ته یو ځانوژونکی ننوتی چې لږترلږه یو سرتېری یې وژلی دی.

د دغې قول اردو مشر جنرال عبدالحمید بي بي سي ته وویل، برید کوونکي د ملي اردو جامې اغوستې وې، او د قول اردو د ننه کابل بانک څانګې ته تر ننوتلو وروسته له ساتونکي سره لاس او ګرېوان شو.

نوموړی وايي برید کوونکي ځان والوځاوه چې لږترلږه یو ساتونکی یې وواژه او د ملي اردو دوه نور سرتېري یې ټپیان کړل.

ورته مطالب