س حقاني: حکومت کې د ونډې وړانديز راته وشو

سراج الدین حقاني
Image caption د بي بي سي د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې د امریکا دا تور هم سراج الدين حقاني نه مني چې ګواکې دی او د ده سړي د پاکستان د پوځي استخباراتو په لاسونو کې لوبیږي.

د حقاني په شبکه کې د مشهورې ډلې مشرسراج الدین حقاني بي بي سي ته ویلي چې امريکايانو څو ځلې ورته د کابل په حکومت کې د مهم رول لرلو وړانديز کړى، خو دوى ورته ويلي چې د طالبانو سياسي کميسيون سره دې تماس ونيسي.

سراج الدين حقاني چې له ناڅرګنده ځايه د بي بي سي ليکل شويو پوښتنو ته په خپل غږ کې ځوابونه ثبت کړي زياتوي چې د بېلابېلو اسلامي او غير اسلامي هېوادونو چارواکي ورسره په پرله پسې توگه په تماس کې دي.

دۀ د پاکستان د استخباراتو د ادارې آى ايس آى اړيکي هم ومنلې، خو ادعا يې وکړه چې د آى ايس آى اوسنۍ اړيکي ورسره د دۀ په وينا مثبتې نه دي.

دۀ د برهان الدين رباني په وژنه کې هم له لاس لرلو انکار وکړ.

په داسې حال کې چې د حقاني ډله او د پاکستان پوځي استخبارات په خپلو کې د تړاو له اړخه د امریکا له توندو تورونو سره مخامخ دي، د نوموړي ډلې مشر سراج الدین حقاني پخپله بي بي سي ته د مرکې وړاندیز وکړاو وروسته یې بي بي سي ته د استول شویو پوښتنو ریکاډ شوي ځوابونه راواستول.

په پوښتنو کې لږ تر لږه د يوې ځواب نه دى ويل شوى او د ځينو نورو لا وضاحت او سپيناوى هم ځکه ناممکن و چې مخامخ ورسره خبرې نه دي شوي.

ښاغلی حقاني د بي بي سي د پوښتنو په ځواب کې وايي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر او د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني په وژنه کې دوى لاس نه لري، خو دې پوښتنې ته ځواب نه وايي چې پر دغه وژنه يې غبرگون څه دى.

کابل کې د امریکا پر سفارت د بريد په باب د سراج الدين حقاني ځواب روښانه نه دى.

امريکا د هغه بريد پړه د حقاني پر شبکې اچولې خو سراج الدين حقاني وايي د هغه بريد پلان ، طرح او نورې چارې د دۀ په وينا د اسلامي امارات د پوځي کميسيون له خوا تر سره شوي دي :

''د امریکا پر سفارت او د ناټو پرقومندانۍ او دې ته ورته بریدونو طرحه او عملي کولو لپاره د افغانستان د اسلامي امارت یوه نظامي شورا رهبري کوي، او ټولې چارې یې د پوځي شورا له مخ پرمخ وړل کېږي.'

سراج الدین حقاني دا نه وايي چې په دغه پوځي کميسيون کې څوک دي، يا چيرې دى او يا دا چې دى هم پکې دى که نه.

د دۀ ډېر ټينګار په دې دى چې ګواکې دى د طالبانو د اسلامي امارت د يوې ځانګړې سيمې پوځي مسووليت په غاړه لري دا سيمه ښاغلى حقاني نه يادوي خو پخوا ويل کېدل چې گواکې د خوست، پکتيا او پکتيا ولايتونه د دوى د اغېز سيمې دي.

که همدا انګيرنه اوس هم سمه وي نو بيا د ښاغلي سراج الدين حقاني ځواب د دې ښکارندويي کولى شي چې په کابل کې له هر ډول عملياتو انکار کوي.

د بي بي سي د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې د امریکا دا تور هم سراج الدين حقاني نه مني چې ګواکې دی او د ده سړي د پاکستان د پوځي استخباراتو په لاسونو کې لوبیږي.

دی دغه تور د هغه په وینا د مجاهدینو د بدنامولو هڅه بولي. له دې سره سره دا مني چې ای اس ای ورسره کله نا کله اړیکې نیسي خو وایي پخپله امریکا هم په دې کار کې له ای اس ای نه شا ته نه ده پاتې شوې.

''افغانستان ته د امریکایانو له لومړي راتګ راهیسې تر اوسه پورې نه یوازې د پاکستان استخباراتو، بلکې د امریکا په ګډون اسلامي او نا اسلامي هېوادونو له موږ سره اړیکه نیولې او کوي یې رانه غواړي چې د اسلامي امارت له سپېڅلو لیکو راووځو او وايي چې د افغانستان په حکومت کې به مهمه ونډه درکړو. او د خبرو وړاندیزونه راته کوي، خو په هرځل زموږ ځواب دا دی چې د اسلامي امارت په سیاسي کمیسیون سره اړیکه ونیسئ. ''

ښایي د وخت له اړخه هم د سراج الدین حقاني دغه دریځ يعنې د بریدونو د پړې له منلو چورلټه شا ته کیدل او د امریکا د ادعا خلاف د آی اس آی په لاسونو کې له لوبېدو انکار، یو لړ پوښتنې پيدا کړي.

د آی اس آی امس

په تېره د امریکا هغو درنو تورونو او فشارونو ته په کتو چې پکې ښاغلی حقاني او د هغه ملاتړي د پاکستان د پوځي استخباراتو آی اس آی امسا بلل شوې او دا راز پر دغې ادارې د حقاني د شبکې د ملاتړ له اړخه درانده فشارونه راغلي.

Image caption ښاغلی سراج الدين حقاني دا تور هم نه مني چې ګنې آی اس آی هسې چې امریکا ادعا کوي دوی ته په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د وژلو لپاره پیسې او وسلې ورکوي.

په دې منځ کې بې ځوابه پوښتنه همدا ده چې ایا د دا وړ دریځ خپلول د پاکستان پر اوږو د امریکا د اوسني فشار د پیټي د سپکولو هڅه ده او که هسې چې ښاغلی حقاني ادعا کوي، د امریکا له لورې لګېدلي تورونه بې بنسټه دي.

ښاغلی سراج الدين حقاني دا تور هم نه مني چې ګنې آی اس آی هسې چې امریکا ادعا کوي دوی ته په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د وژلو لپاره پیسې او وسلې ورکوي.

دی وایي دوی د نورو طالبانو په څير د ملا محمد عمر د مشرتابه په سیوري او د طالبانو د پوځي شورا د پرېکړو په چوکاټ کې فعالیت کوي او د جلا تنظیم د جوړولو څه اړتیا نه ویني.

ښاغلی سراج الدين حقاني له القاعده او په افغانستان کې د طالبانو له سیال تنظیم حزب اسلامي سره خپلې اړیکې هم د طالبانو د عمومي تګلارې د چوکاټ دننه بولي او وایي په دې اړه د دوی دریځ هماغه دی چې د دوی مشر ملا محمد عمر خپل کړی دی.

دی دا راز د افغانستان د لانجې د غوڅېدو په اړه هم د طالب غورځنگ د مشر ملامحمد عمر پر دریځ ټینګار کوي او وایي په خپل سر له دغې پولې نه شي اوښتی.

د سراج الدين حقاني دا څرګندونې په دې معنی دي چې دوى د سولې له خبرو سره مخالفت نه لري، خو غوښتنه يې دا ده چې له يوۀ ځانگړي واحد کميسيون سره دې تماس ونيول شي.

له القاعدې سره تړاو

خو د کابل او واشنګټن ادعا دا ده چې د حقاني شبکه ګواکې له طالبانو په نسبتاً جلا ډول هم له القاعده او آی اس آی سره مستقلې اړیکې پالي او په ډیرو برخو کې مستقله پرېکړه او مستقل عمل کوي.

په ټوله کې داسې برېښي چې د حقاني د شبکې مشر، سراج الدین حقاني په دغه نامخامخ مرکه کې د بي بي سي پوښتنو ته په خورا دقت سره د لیکلي متن له مخې ځواب وایي.

Image caption سراج الدين حقاني دا نه وايي چې پاکستاني ولس او حکومت دې څه وکړي، خو د دې پيغام مطلب يې ښايي ښکاره وي چې د دۀ پر ملگرو بريد به يې کوم ځاى ته ونه رسوي.

ان دا چې په ځینو ځایونو کې د کاغذ د کړپېدا غږ هم د هغه له خبرو سره ورګډ‌ شوی.

دې هر څه ته په کتو ښایي ښاغلي حقاني په یوازې سر نه، بلکې د خپلو سلاکارانو په مشوره د بي بي سي د پښتنو ځوابوابونه چمتو کړي وي او په خبرو کې یې دا هڅه له ورایه برېښي چې له لیکل شوي متن نه کمه یا زیاته خبره ون کړي.

په داسې وخت کې چې د پاکستان حکومت د واشنګټن تر سخت فشار لاندې دى چې پر حقاني ډلې بريدونه وکړي او اسلام اباد له ټولو سياسي مشرانو سره سلا مشورې کوي.

ښايي جلال الدين حقاني همدې حالت ته په کتو د بي بي سي له ورکړل شويو پوښتنو جلا له خپله اړخه د پاکستان حکومت او ولس ته ځانگړى پيغام هم ورکوي.

په دې پيغام کې دى پر پاکستاني ولس او پاکستاني حکومت غږ کوي چې په هېڅ ډول به امريکا راضي نه کړي.

سراج الدين حقاني دا نه وايي چې پاکستاني ولس او حکومت دې څه وکړي، خو د دې پيغام مطلب يې ښايي ښکاره وي چې د دۀ پر ملگرو بريد به يې کوم ځاى ته ونه رسوي.

ورته مطالب