د اروزګان-کندهار د لویې لارې د اوپراسیون مشر ووژل شو

اروزګان
Image caption نژدې دوه میاشتې وړاندې د اروزګان پخوانی والي جان محمد خان او په ولسي جرګه کې د اروزګان استازی هاشم وطن وال په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د اروزګان په ترینکوټ کې د کندهار – اروزګان د لویې لارې د ساتونکو د اوپراسیون مشر د سړک غاړې ماین په چاونه کې ووژل شو.

په کندهار کې مامون درانی وايي، ولي جان په ترینکوټ کې له کوره تر راوتلو وروسته د کار پر لور روان و، چې د سړک غاړې پر یوه ماین وربرابر شو.

ښاغلي دراني د اروزګان د امنیه قومندانۍ د ویاند فرید عایل په حواله ویلي، ''ولي جان پر ریموټ کنټرول ماین وربرابر شوی، چې په دې چاودنه کې ولي جان وژل شوی یو ماشوم او د ولي جان یو ساتونکی ټپیان شوي.''

نوموړی د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې اوسېده.

نژدې دوه میاشتې وړاندې د اروزګان پخوانی والي جان محمد خان او په ولسي جرګه کې د اروزګان استازی هاشم وطن وال په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

بل خوا، د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په 'حوض خشک' سیمه کې نن سهار یو شمېر وسله والو پر یوه ۳۰۳ ګاډي ډزې کړې، چې یو ماشوم او یو سړی پکې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي، د برید پړه پر وسله والو طالبانو واچوله.

نوموړي بي بي سي ته وویل، د مسافرو دغه ګاډی له هراته کندهار ته روان و.

ښاغلي احمدي وویل، چې په ژوبلو کسانو کې اته ښځې، څلور ماشومان هم دي.

پر یاده لاره ډېر کله وسله وال طالبان او غله سړک ته راوځي او مسافر لوټ کوي.

که څه هم ددغه برید پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې، خو دا لامعلومه نه ده، چې دا کار طالبانو کړی او که غلو.

ورته مطالب