"له طالبانو سره د خبرو تګلارې کار ور نه کړ"

کرزی
Image caption ښاغلي کرزي وويل د سولې په تړاو د تګلارې جوړولو لپاره به دوديزه لويه جرګه را وغواړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي هغه به نور له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو هڅه ونه کړي او په راتلونکي کې به د هغوی له ملاتړي هېواد سره خبرې کوي.

ولسمشر کرزي دغه څرګندونې پر افغان حکومتي تلوېزيون په خپلې يوې لنډې وينا کې وکړې.

ښاغلي کرزي دغه راز اعلان وکړه چې د سولې په تړاو د تګلارې جوړولو لپاره به لويه دوديزه جرګه را وغواړي.

د بي بي سي خبريال وايي د ښاغلي کرزي اشاره په يوه پوښلې بڼه پاکستان ته وه.

ولسمشر تاييد کړه چې "له طالبانو سره د غږېدو تګلارې کار ور نه کړ" او نور به ترې ډډه وشي.

ښاغلي کرزي وويل په تېرو څو کلونو کې يې په افغانستان کې د سولې او پخلاينې په برخه کې پراخې هڅې وکړې، خو په خبره يې نتيجه يې نه ده ورکړې.

ده وويل د سولې او ټيکاو په برخه کې افغانستان له پاکستان سره د نژدې کېدو دومره هڅې وکړې چې د پاکستان د جوړېدو راهيسې د ورته موخې لپاره نه وې شوې.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړېکې وروسته له هغه خړې پړې شوې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي څو بريدونه وشول.

ورته مطالب