پاکستان: افغانستان ولې زموږ وړاندیز نه مني؟

شاه محمود قریشي
Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو مخکنی وزیر له دې اړخه د خپل هېواد او هند ترمنځ د شته حساسیتونو په تړاو وايي، چې هند باید د افغانستان په مرسته کې هوښيارانه ګام واخلي.

افغان ولسمشر حامد کرزی د کابل او اسلام اباد ترمنځ د بې باورۍ د فضا په لړ کې خپل ګاونډي ته ډاډ ورکړ چې د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا به د پاکستان په زیان نه تمامېږي.

پر چهارشنبه د ولسمشر کرزي او د هند د لومړي وزیر منموهن سینګهـ ترمنځ د ستراتيژيک تړون لاسلیکولو پاکستان اندېښمن کړ.

د پاکستان لپاره د هند او افغانستان ترمنځ د هندي روزونکو له خوا د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې موافقه هم د اندېښنې ټکی و.

پاکستان څو – څو ځلې د افغانستان دولت ته د پوځي روزونکو د استولو غوښتنه کړې، خو په هرځل یې منفي ځواب ورکړی.

د پاکستان د واکمن ګوند یو مشر او د بهرنیو چارو مخکني وزیر شاه محمود قریشي بي بي سي ته وویل، چې د افغانستان دا ګام اخیستل هوښيارانه کړنه نه ده.

هغه زیاته کړه: ''پاکستان څو ځلې د افغان ځواکونو د روزنې وړاندیز وکړ. منطقي دلیل هم ورته لرو. موږ ګاونډيان یو. ګډه ژبه لرو. مذهبی او کلتوري نژدېوالی لرو. له دې کبله، موږ کولای شو چې خپل افغان وروڼه وروزو. دا لېوالتیا لاهم موجوده ده. د پاکستان اندېښنه دا ده چې افغانستان ولې زموږ وړاندیز نه مني.''

دغه ناڅرګند ځواب پاکستاني سیاست وال شکمن کړي چې د افغانستان د ننه د پاکستان ضد حساسیتونه وڅېړي.

افغانستان کې ډېری سیاسي ګوندونه او په دې وروستیو کې ولسمشر پخپله په ډاګیزه لهجه د افغانستان د ناامنیو او اورپکۍ د پېچلې معما اصلي طرف پاکستان وباله.

حامد کرزی په دې باور دی چې اسلام پالو د پاکستان پر ځای افغانستان کې وسلې ر اخیستې دي.

په دا ډول شرایطو کې، د پاکستاني پوځ له لوري د افغانانو روزنه د ډېرو د ناخوښیو لامل وګرځي.

وړاندې پاکستان د وسله والو سخت دریځو د ملاتړ تورونه بې بنسټه بللي وو.

هند چې له پاکستان وړندې اتومي وسلې جوړې کړې، لوېديځ ته به نژدې کېدو سره په سیمه کې د لوی رول لوبولو لپاره د ملګرو ملتوو د امنیت شورا د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره یو موټی دی.

پر همدې مهال، د پاکستان د بهرنیو چارو مخکنی وزیر له دې اړخه د خپل هېواد او هند ترمنځ د شته حساسیتونو په تړاو وايي، چې هند باید د افغانستان په مرسته کې هوښيارانه ګام واخلي:

''موږ له هند سره ناحل شوې مشخص مسایل لرو. افغانان باید زموږ ترمنځ احساسات درک کړي. لکه څنګه چې موږ ددوی احساسات درک کوو. پاکستان اندېښمن دی که چېرې افغانان په دې اړه هوښيارانه ګام وانخلي، نو دا به هوښيارانه کار نه وي.''

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هند د خپل سفر پرمهال له پاکستان سره خپله دوستي د دوو نا بېلېدونکو وروڼو ترمنځ دوستۍ ته ورته وبلله او له اهمیته یې ډکه وبلله.

د افغانستان دولت څو ځلې خپلو ګاونډيانو ته ددې ډاډ ورکولو هڅه کړې چې هېڅ کوم هېواد به یې له خاورې د ګاونډي پرضد ګټه وانخلي.

ورته مطالب