د یوې کورنۍ دوه وروڼه، یو طالب بل پولیس

طالب او پولیس
Image caption د افغانستان په یو شمېر نا امنه سیمه کې داسې وروڼه هم شته، چې یو یې د طالبانو په لیکو او بل یې د پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کوي.

زموږ همکار سید انور د بي بي سي انګلیسي څانګې د هغه راپور پر بنسټ دغه راپور چمتو کړی، چې له دوو وروڼو چې یو یې طالب او بل پولیس دی، خبرې کړي دي.

په زیاتره کورنیو کې حتی د نړۍ په کچه د سیاسي نظر اختلاف شته، خو داسې لږ موندل کېږي چې له یوې کورنۍ دې دوه وروڼه د یو پر بل پرضد جبهه کې وجنګېږي.

خو موږ په افغانستان کې د دا ډول بېلګو شاهدان یو. د پولیسو یو سرتېری او یو طالب جنګیالی، دوه داسې وروڼه دي چې د بېلابېلو مفکورو پر بنسټ یې وسلې راخیستې خو تر یوه چت لاندې ژوندي کوي، زموږ د کیسې یوه برخه جوړوي.

د کورنۍ اقتصادي ستونزې او له بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره له دغو وروڼو یو یې اړ شو چې د پولیسو له لیکو سره یوځای شي. دغه کس چې د نامه له اخیستو یې ډډه وکړه، بي بي سي ته وویل:

'' کور کې مې اقتصادی ستونزه لرله، یوازې ددې لپاره چې خپله اقتصادي ستونزه لیرې کړم، اوس نظامي برخه کې کار کوم. زموږ وظیفې بېلابېلې دي، یوه مياشت یو ولایت کې یو دوه میاشتې بل ولایت کې دنده ترسره کوم.''

د طالبانو د رژیم تر راپرځېدو وروسته، افغانان د څه وخت لپاره له تاوتریخوالي پرته ژوند وکړ، خو د طالبانو بېرته راپورته کېدو او د جګړې دوام ددې سبب شو چې په ځينو ناارامو سیمو کې ځوانان یوځل بیا د طالبانو لیکو ته ورجذب شي.

بل ورور یې چې ځان ته یې د رحیم الله مستعار نوم غوره کړی، په شپاړس کلنۍ کې له طالبانو سره یوځای شو:

په دین قربان

''ما چې خپل دیني کتابونه وکتل، د جهاد په باره کې مې خبرې ولیدې، ما پخپله د ځان سره دا پرېکړه وکړه چې زموږ په دین کې جهاد فرض دی، ولاړم چې ځان په خپل دین قربان کړم. خپل پلار سره مو خوښه وکړه او ورغلم.''

که څه هم هغه ټینګار کوي چې د مذهبي انګیزو پربنسټ له طالبانو سره یوځای شوی، خو سیمه ییز خلک په دې اند دي چې وسله والو مخالفانو د وعظ او مذهبي ترانو د خپرولو له لارې د ځوانانو پام ځانته اړوي او د هغوی له منځه خپل جنګیالي ګماري.

د افغانستان خلک هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ د جګړو او نښتو شاهدان دي، دې ته په پام سره ددغو دوو وروڼو کیسه کټ مټ د لېوه او مېږې کیسې ته ورته ده، خو له دې کورنۍ لا تراوسه عاطفې کډه نه ده کړې.

له دغه پولیس مو وپوښتل که د طالبانو په لیکو کې د جګړې په ډګر کې له خپل ورور سره مخامخ شي، نو څه به کوي؟

''په هغو ځایونو کې چې ورور مې وظیفه لري، لکه په میدان وردګو ولایت کې، او طالبانو سره کار کوي، په دا ډول ځایونو کې زه وظيفه نه اخلم.''

دغه پولیس وايي، که چېرې یې اقتصادي ستونزې نه وای، له هېڅ یوه اړخ سره یې د یوځای کېدو نیت نه درلود.

خو رحیم الله چې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد په جګړه عملاً ښکېل دی، دې پوښتنې ته په ځواب کې دوه نظرونه وړاندې کوي:

''په دی حالت موږ بیا خپل ورور هم چې مخې ته راشی او زموږ په مخ کې جنګېږي، نو هغه ولو. ورور نه حتی که پلار هم وي. زموږ په دین کې دا نشته چې ورور دی منافقیونو په جمع کی راغلی موږ هغه سره جهاد کوو. او که نیت دا وو چې د کور اقتصادي مشکل حل کړي، نو هغو ته بیا څه نه وایو.''

دغه دواړه وروڼه په کور کې کله ناکله د مخامخېدو پرمهال د خپلو دندو په تړاو له یوبل سره بحث نه کوي.

دغه پولیس په دې هلکه د ځينو مجبوریتونو په اړه غږېږي:

''یو بل سره جګړه نه کوو. که چېرې زه له ده سره جګړه وکړم، نو دی بیا ما ته وايي چې دې کور ته را نشې. ځکه چې وردګو ته تګ راتګ کوم، طالبان وخت نا وخت او ماښام لار کې تلاشي کوي. که چېرې ما کوز کړي او زه طالبانو کې څوک ونلرم شناخت پيدا نکړم نو ما ځانه سره بیایي. او که شناخت ولرم او خپل ورور ته زنګ ووهم نو بيا ما خوشي کوي.''

داسې ښکاري چې ددواړو وروڼو له لوري د دوو مختلفو اړخونو انتخابولو په کورنۍ کې د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړې او د کورنۍ ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی، خو ددې کورنۍ هغه غړی چې له طالبانو سره دی، ددغو ستونزو د پای ته رسېدو لپاره د حل لارې په اړه غږېږي:

''موږ دا فکر کوو چې ناټو دې له هېواده ووځي که نه وځي، نو موږ تر مرګ ورسره جنګېږو. که ناټو وځي، نو موږ به خپل منځ کې سره سوله وکړو.''

خو په افغانستان کې ډېری خلک په دې اند دي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ددې احتمال کم دی چې سم لاسي دې طالبان سولې ته غاړه کېږدي او له جګړې لاس واخلي.

داسې راپورونه شته په ناامنه ولایتونو او هغو سیمو کې چې طالبان ډېر نفوذ پکې لري، هغه کسان چې له دولت سره کار کوي او یا یې خپلوان له طالبانو سره دي، د مجبوریت له کبله له طالبانو سره په اړیکه کې دي؛ ځکه چې د خلکو په خبره خلک له اړیکو پرته په سیمه کې ژوند نه شي کولای.

ورته مطالب