کابل پر پاکستان نور فشار راوړل غواړي

کرزی او یوسف رضا ګیلاني
Image caption ښاغلي کرزي، له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، ''طالبان لاهم پاکستان کې پټ دي او ددغه هېواد له امر پرته خپله ګوته هم نه شي خوځولای.''

کابل له واشنګټن پر پاکستان د لانور فشار راوړلو غوښتنه کړې.

افغان چارواکي وايي، د پاکستان په خاوره کې اورپکي پټن ځایونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه طرحه کوي.

دا غوښتنه وروسته تر هغه وشوه، چې سیمې ته د امریکا له ځانګړي استازي مارک ګروسمن سره ولسمشر کرزي په خبرو کې ویلي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ راتلونکې خبرې باید مثبتې پایلې ولري.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، دغه امریکايي استازي - چې د بن د دویم کنفرانس او استانبول د ناستې له سمبالوونکو به وي- ژمنه وکړه چې هېواد به یې پر پاکستان فشار راوړي چې وسله ښه وځپي.

وړاندې واشنګټن اسلام اباد او ددغه هېواد څارګر سازمان (آی ایس آی) له وسله والو سره په مرسته تورن کړی و.

واشنګټن دا تور هم پورې کوي چې په وینا یې پاکستان د حقاني شبکې ته خوندي ځای ورکړی، چې له هغه ځایه په ډاډه زړه افغانستان کې پر امریکايي دپلوماتیکو موخو بریدونه کوي.

پر تېره پنجشنبه ولسمشر اوباما وویل، د پاکستان ځينې پوځي عناصر له اړدوړ جوړوونکو سره اړیکي لري.

له دې خبرې د نوموړي اشاره د حقاني شبکې ته وه، چې د وسله والو طالبانو په چوکاټ کې بریدونه کوي.

ښاغلي کرزي، له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، ''طالبان لاهم پاکستان کې پټ دي او ددغه هېواد له امر پرته خپله ګوته هم نه شي خوځولای.''

همغږي بریدونه

کابل له واشنګټنه پر اسلام اباد د فشار راوړلو غوښتنه تر هغه وروسته وکړه، چې د افغانستان په ختيځ پکتیکا ولایت کې د پاکستان پولې ته څېرمه وسله والو د بهرنیو ځواکونو پر اډو بریدونه وکړل.

ناټو په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، په دې برید کې لږترلږه ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ورته مطالب