له بي بي سي سره د حامد کرزي ځانګړې مرکه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
حامد کرزی
Image caption کرزی: ''موږ نه دي ویلي چې له طالبانو سره خبرې نه کوو. موږ ویلي نه پوهېږو له چا سره خبرې وکړو. موږ ددوی پته نه لرو. کله چې د طالبانو د تحریک پته ومومو، له دوی سره به خبرې وکړو.''

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې په تېرو نژدې لسو کلونو کې د خپلو لاسته راوړنو دفاع کوي، خو دا یې منلې ده چې دده حکومت او نړیوال ځواکونه په دې کې ناکامه شول چې افغان ولس ته امنیت راولي.

ولسمشر پرهمدې مهال ټینګار وکړ چې پاکستان کې باید د وسله والو پناه ځایونه له منځه یوړل شي.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې د بي بي سي له انګریزي ژبې خبریال جان سیمسن سره ځانګړې مرکه کړې او پښتو ژباړه یې په کابل کې د بي بي سي پښتو څانګې خبریال عبدالله ستانکزي جوړه کړې ده.

پوښتنه: ښاغلی ولسمشر، د طالبانو د رژيم له پرځېدو لس کاله تېريږي، تاسې هغه وخت د افغانستان مسوول واست، هغسې چې خلکو يې تمه لرله وضعيت نه دی ښه شوی، همداسې نه ده؟

ځواب: په ځينو برخو کې موږ د ښو بدلونونو شاهدان يو. آن له هغه څه ډېر چې موږ يې تمه درلوده. خو په ځينو برخو کې د هغو برخلاف چې موږ يې فکر کاوه، وضعيت بيا بدتر شوی دی. موږ د رزونې او تربيې په برخه کې ډېر ښه کار کړی. د روغتيايي اسانتياوو په برابرولو کې مو ښې لاسته راوړنې لرلې دي. موږ له ستونزو سره سره په اقتصادي برخه هم ښه پرمختګونه لرل.

موږ د ټولنيزې پراختيا او د د یموکراسۍ د غوړېدو او د رسنيو په برخه کې زياتې لاسته راوړنې لرلې، خو د افغانانو د امنيت په ټينګښت کې مو سم کار نه دی کړی او دا د حکومت او د هغه د انډيوالانو لويه ستونزه او نيمګړتيا ده.

پوښتنه: څه کولای شئ چې ويې کړﺉ؟ که تر اوسه تاسې موافق شوي نه ياست، وروسته له دې به هم بريالي نه شئ؟

ځواب: زما له نظره او د افغانانو له تجربو ناټو، امريکا او زموږ ګاونډی پاکستان بايد په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې د ياغيانو پر مرکزونو تمرکز کړی وای. خو زموږ له بيا بيا غوښتنې سره سره داسې ونه شول.

پوښتنه: تاسې په پاکستان کې د پټنځايونو په اړه خبرې کوﺉ؟

ځواب: په پاکستان کې پټن ځايونه، په پاکستان کې دی. دلته هېڅ پټن ځای نه شته دی. که دلته کوم مرکز وي حتماً ياغيان له دغه ځايه ويستل کېږي. خو زموږ له غوښتنو او اعتراضونو سره سره دا ترسره نه شول. پر همدې مهال هغه ګامونه چې اړين وو او هغه اقدامات چې د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره لازمي وو، هم نه دي پورته شوي. په دې کې د افغان پوليسو روزنه، د اړتيا تر کچې د دوی د شمېر زياتول او د امنيتي ځواکونو سمبالول شامل دي.

امريکا او ناټو هغه وخت دې مسالې ته پام وکړ چې موږ له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۰۸ ميلادي کاله په بيا بيا دا موضوع مطرح کړه. بالاخره ۲۰۰۹ کال وو چې دوی د پوليسو په تجهيزولو پيل وکړ. تر هغه ځايه چې زه پوهېږم همدا د امنيت د ټينګښت په برخه کې لويه نيمګړتیا وه.

پوښتنه: موږ پوهېدو چې یوه توطیه جوړېده، چې ستاسې یو ساتونکی هم په کې شامل دی، تاسې په دې تړاو څه احساس لرﺉ، دغه کار به تاسې ډېر اندېښمن کړی وی؟

ځواب: رسنیو دغه موضوع تر اصلي بڼې ډېره وپړسوله، زموږ ملي امنیت چې کوم کس نیولی زما ساتونکی نه دی. هغه د جمهوري ریاست د باندنیو دروازو د ساتونکو د ډلې یو غړی دی، ځېنې نور کسان هم په دغه پېښه کې ښکېل دي.

پوښتنه: بیا نو کواښ نه و؟

ځواب: زما په باور جدي ګواښ نه و، خو د دښمن د نفوذ ښکارندوی دی او موږ یې باید جدي ونیسو. زما امنیت د افغانستان د خلکو پرتله ډېر په خطر کې نه دی، زما شاوخوا امنیتي کړۍ ډېرې دي، خو هغه څه چې موږ یې باید وکړو افغانانو ته د یوه امنیتي چاپېریال برابرول دي، چې دولت او نړیواله ټولنه په دې کې پاتې راغلي دي.

پوښتنه: نو د پخواني ولسمشر برهان الدين رباني وژنه هم د امنيت يوه ناکامي وه؟

ځواب: د برهان الدين رباني وژنه يوه جدي موضوع ده. دغه پېښه په بشپړه توګه د حکومت د ناسم قضاوت له امله را منځته شوه.

برهان الدين رباني يو متحد او زموږ د هېواد يو چارواکی و. داسې يو څوک و چې په افغانستان او په پاکستان کې يې د سولې او ثبات لپاره صادقانه هڅه وکړه. هغه په دې برخه کې په ډېر جديت سره کار وکړ. موږ هغه د سولې په لار کې چې ده يې پخپله ارزو لرله له لاسه ورکړ. له همدې امله موږ ډېر بې پروا وو، البته که وکولی شو دا ټکی ورته وکاروو ...

پوښتنه: مطميناً، طالبان به ووايي چې امریکايان او برتانویان به ډېر ژر هېواد پرېږدي، او باید تر ۲۰۱۴ پورې انتظار شو او بیا هېوااد ونیسو؟

ځواب: طالبان په یوازې سر ځواک نه دی. طالبان د یوه بهرني هېواد په ملاتړ او بهرني قوت په همکارۍ کولای شي چې د افغانستان د ثبات لپاره ګواښ شي، نه ددغه هېواد د دولت لپاره ګواښ. زه په دې اړه تاسې ته ډاډ درکولای شم.

په دې اړه تاسې څه ډاډ ورکولای شئ؟

ځواب: ځکه چې دا زما هېواد دی. که چېرې طالبان د خلکو له خوا له بهره د يوه راغلي قوت په توګه وپېژندل شي، نو دوی به د خلکو له مقاومت سره مخامخ شي او وبه وېستل شي. که طالبان د افغانستان د ننه یوه اورپکه ډله وي، او ددې لپاره خپل دلایل هم ولري، نو ددې اورپکو د له منځه وړلو لپاره موږ باید خپل توان ونه سپموو.

پوښتنه: څنګه غواړﺉ دا کار ترسره کړﺉ، په داسې حال کې چې تاسې وایاست له اورپکو سره خبرې نه کوﺉ؟

ځواب: موږ نه دي ویلي چې له هغوی سره خبرې نه کوو. موږ ویلي نه پوهېږو له چا سره خبرې وکړو. موږ ددوی پته نه لرو. کله چې د طالبانو د تحریک پته ومومو، له دوی سره به خبرې وکړو.

پوښتنه: ښاغلی ولسمشره، بښنه غواړم، خو هرځل مې چې له تاسې سره خبرې کړې، د طالبانو په تړاو ستاسې نظر مختلف و. ما اورېدلی چې ستاسې په حواله ویل شوي چې تاسې د طالبانو مشر ملاعمر ته د ورور خطاب کړی دی؟

ځواب: هو، دا سمه ده.

پوښتنه: ایا هغه ستاسې ورور دی او که دښمن، دا دواړه نو نه شي کېدای؟

ځواب: نه، نه، دا ډول نه ده. دوی افغانان دي. یو افغان، زموږ ورور دی. زه غواړم ددغه افغان ورور پته پیدا کړم او له هغه سره خبرې وکړم. خو د هغه پته مو پیدا نه شوای کړای. د ولسمشر رباني په وژل کېدو سره ثابته شوه چې دوی کومه پته نه لري. هرکله یې چې پته پیدا شوه، او د طالبانو تحریک یو کس راولېږي او موږ ډاډمن شو چې واقعاً هغه د طالبانو استازی دی، او له یوه افغان څخه وبل ته پیغام ورسوي، موږ خبرې ورسره پیلوو.

پوښتنه: یوه یا څو ورځې وړاندې، داسې ښکاري چې تاسې پاکستانیان، ددغه هېواد استخباراتي سازمان یا شاید د پاکستان حکومت په دغه وژنه کې تورن کړی وي. اوس تاسې دې موضوع ته کومه اشاره ونه کړه؟

ځواب: افغانستان کې هېڅ کوم چارواکي نه دي ویلي چې پاکستان په دې پېښه کې لاس درلود. داسې څرګندوې شته د تور ګوته یې يوازې آی ایس آی ته نیولې ده. خو دغه څرګندونې له کافي شواهدو پرته چې موږ یې باید ولرو، رامنځ ته شوې دي. له دې کبله، زه غواړم تر هغه چې ثبوت مې نه وي ترلاسه کړی، په رسمي توګه دا موضوع مطرح کړم. په دې برخه کې خبرې شوي او ګنګوسې تل موجودې وې. خو موږ باید په دقیقه توګه خبرې وکړو.

پوښتنه: خو په عمومي توګه؟

ځواب: په ټولیز ډول غواړم ووایم چې پاکستان باید خپل تګلوری بدل کړي. راځۍ په ډاګه وغږېږو چې د سوء تفاهم مخه ونیول شي. د ښاغلي رباني د وژنې په اړه راپورونه شته. دغه راپورونه باید تایید شي. زموږ د ملي امنیت ادارې پاکستاني وروڼو ته مشخص معلومات ورکړي، چې په اړه یې پلټنې او ارزونې وکړي او موږ ته حقیقت ووايي. هیله من یم چې دوی حقیقت ومومي.

د افغانستان او طالبانو په تړاو د پاکستان عمومي سیاست مشخص دی، چې طالبان د پاکستان له ملاتړ پرته هېڅ کار نه شي کولای.

پوښتنه: د پاکستان د حکومت ملاتړ او که د پوځ د استخباراتو د سازمان آی ايس آی ملاتړ یې؟

ځواب: دوی ټول یو شان دي. ټول سره یو دي.

ورته مطالب