''ولسمشر کرزی به زما د مړینې مسؤول وي''

سمین بارکزۍ
Image caption سمین بارکزۍ د ولسي جرګې مخې ته په وهل شوې کېږدۍ کې له تېرو نهو ورځو راهیسې د نه خوړ اعتصاب کړی.

د ولسي جرګې د بې واکه شوې غړې سمین بارکزۍ د کورنۍ غړو او ډاګترانو دهغې د روغتیا په اړه انديښنه ښودلې.

اغلې بارکزۍ له نهو ورځو راهیسې، له ولسي جرګې څخه د ليرې کېدو په اعتراض د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړی.

د بشري حقونو او د ښځو ټولنو یو شمېر غړو له اغلې بارکزۍ غوښتنه کړې، چې خپل د نه خوړو اعتصاب پای ته ورسوي، خو هغې دا غوښتنه رد کړې ده.

نن د ولسي جرګې د بې واکه شوې غړې، سمین بارکزۍ د نه خوړو د اعتصاب نهمه ورځ ده.

اغلې بارکزۍ د یوه بې هوښه انسان په څېر د خپل ورور او خور غږ ته یې ځواب نه ورکوي.

د هغې خور او د افغان ښځو د ټولنې مشره فتانه ګیلاني له اغلې بارکزۍ غواړي، چې څه وخوري او کورته یې ستنه شي، خو هغه په پټو سترګو او په نیمه ژبه په پرله پسې ډول دغه غوښتنه ردوي.

د اغلې بارکزۍ د روغتیایې حالت د کنټرول لپاره، څلور ډاګټران ګمارل شوي، خو دغه ډاګټران وايي، سمین بارکزۍ دوی ته له تېرې ورځې راهیسې دهغې د معاینې اجازه نه ورکوي:

یوه ډاکټر وویل: ''موږ خو غواړو، چې د هغې معاینات وکړو، موږ څو ځلې کوښښ وکړ، چې ورشو او وې وګورو، خوموږ ته یې اجازه رانه کړه او ویل یې ، چې لطفاً مه مې معاینه کوﺉ. د تیرې شپې له لسو بجو مو بیا نه ده معاینه کړې. موږ سره یوازې دومره خبرې کولای شي، چې اجازه نشته ، لطفاً ولاړ شئ.''

د بارکزۍ مېړه، محمد بارکزی وايي، په تېرو څو ورځو کې یو شمېر لوړي پوړي دولتي چاروکي د هغې پوښتنې ته ورغلي او ژمنې یې هم ورسره کړي دي، خو دی وايي، د هغوی د ژمنو په اړه معلومات نه لري.

اغلې بارکزۍ نن یوه وصیت پاڼه هم لیکلي، چې'' که د نه خوړو اعتصاب له امله ساه ورکړي، نو د دې په باور، ولسمشرکرزی، مارشال محمد قسیم فهیم، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ، فضل احمد معنوي او د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي به یې د مرګ مسوول وي.'' سيمين بارکزۍ د ولسي جرګې د تېر کال په ټاکنو کې له هرات څخه دې جرګې ته لار ومونده، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وروستۍ پرېکړې له مخې، دې او اتو نورو کسانو خپلې څوکۍ له لاسه ورکړې. هغه ادعا کوي، چې په ټاکنو کې یې درغلۍ نه دي او رښتینې رایې لري.

ورته مطالب