''د نړیوالې ټولنې په اشارو پر کونړ پاکستان بریدونه کوي''

مشرانو جرګه
Image caption دغو سناتورانو ويل چې امريکا او نور نړيوال هيوادونه چې دا مهال په افغانستان کې ځواکونه لري مسووليت لري چې پر دغه خاوره بريدونه که د هر لورې نه کيږي بايد ځواب ورته ووايي

د افغانستان د مشرانو جرگه داسې مهال پر ختيځ ولايت کونړ د توغنديو پر توغولو په غوسه شوې چې تيره شپه هم د دغه ولايت پر سرکاڼو ولسوالۍ د پولې پورې غاړه د توپونو په وارولو سره د دغې ولسوالۍ خلکو ته درانه زيانونه اوښتي دي.

پر ختيځ ولايت کونړ د پاکستان له خاورې توغول شوي راکټونه نن د مشرانو جرگې له خوا په کلکه وغندل شوه او سناتورانو ادعا کوله چې گواکې دغه بريدونه د نړيوالي ټولنې په اشارو تر سره کيږي.

دغو سناتورانو ويل چې امريکا او نور نړيوال هيوادونه چې دا مهال په افغانستان کې ځواکونه لري مسووليت لري چې پر دغه خاوره بريدونه که د هر لورې نه کيږي بايد ځواب ورته ووايي له ډيرو ناندريزو خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه چې د مشرانو جرگې يو پلاوى دې په دې اړه له ولسمشر سره د سلا مشورې په موخه وگوري.

تر دې وړاندې د دغه ولايت پر دانگام او ناړۍ ولسواليو هم د توپونو د گوليو د لگيدو له امله د سر او مال درانه زيانونه ولسي وگړو ته اوښتي وو ، د مشرانو جرگې سناتوره فوزيه سادات په افغانستان کې پر نړيوالو ځواکونو تور ولگاوه چې په دې برخه کې د هغوى چوپه خوله پاتې کيده په دې مانا دي چې گواکې دغه توغندي د هغوى په اشارو توغول کيږي.

د دغو توغنديو د توغولو پر هماغه پيل کې ځينو افغان چارواکو له دولته غوښتي وو چې د دغو توغنديو په ځواب کې بايد افغان پوځ هم غبرگون په داگه کړي.

خو ولسمشر کرزي ويلي وو چې هغوى نه غواړي پر دغو ځوابيه بريدونو کې د پولې پورې غاړه ولسي وگړو ته زيانونه پيښ شي.

تیاسئ

تېره اوونۍ د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي بي بي سي ته ويلي وو چې دوى په دغه ولايت کې خپلو پوځيانو ته د تيارسئ امر کړى او په گڼ شمير کې يې نوي ځواکونه هم سيمې ته وربللي دي.

خو ځينې کسان بيا وايي چې ښايي افغان پوځ دومره ځواکمن نه وي چې په دې مهال کې د گاونډيو د بريدونو مخه ونيولى شي.

په مشرانو جرگه کې سناتور عبدالحنان حق ويون وايي په داسې حال کې چې د افغانستان پوځ د ډي. ډي. آر او ډاياگ په نامه بې وسلې شوه موخه يې دا وه چې د دغه هېواد پوځ د نورو په وړاندې بې وسه او ناتوانه پاتې شي.

له ډېرو تودو خبرو او بحثونو وروسته په جرگه کې پرېکړه وشوه چې د خوست، پکتيا او څلور ختيځو ولايتونو استازي دې په گډه سره د افغان ولسمشر سره جرگه شي او د دغو توغنديو د مخنيوي لپاره دې لارې چارې ولټول شي.

د جرگې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار دغه پريکړه اعلان کړه:

''د هغو ولايتونو استازي چې هلته توغندي توغول شوي، د اداري پلاوي د يو کس او د امنتي کميسيون پنځه تنه غږي دې په گډه سره ولسمشر ته ورشي او په دې برخه کې دې ورسره خبرې وشي البته دغه پلاوى بايد د ۱۲ کسانو نه زيات نه وي، بايد داسې خبرې وشي چې له امله يې د دغو توغنديو توغول ودرول شي، بايد په دې برخه کې ولسمشر ته سلا مشورې ورکړل شي او د ولسمشر خبرې دې هم واوريدل شي بيا به په عمومي غونډه کې پرې بحت کوو.''

Image caption د دغو توغنديو د توغولو پر هماغه پيل کې ځينو افغان چارواکو له دولته غوښتي وو چې د دغو توغنديو په ځواب کې بايد افغان پوځ هم غبرگون په داگه کړي.

تر دې وړاندې ولسي او هم مشرانو جرگو د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ته په يو سر خلاصي ليک کې هم ليکلي وو چې پر پاکستان دې زور واچوي چې د افغانستان پر خاوره د توغنديو د توغولو مخه ونيسي.

دا رنگه هغوى په دې تړاو افغان امنيتي چارواکي هم جرگو ته وربللي وو، خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده څرگنده شوې، او دغه څو ورځې وړاندې هم په پلازمېنه کابل کې کابل ښاريانو هم د لاريون په ترڅ کې دغه بريدونه غندلي وو او له پاکستانه يې غوښتي وو چې زر تر زره دې دغه بريدونه ودروي.

خو پاکستان ويلي چې هغوى دغه توغندي پر هغو اورپکو توغولي چې د دوى په خاوره کې ترهگريز بريدونه ترسره کوي.

ورته مطالب