ناټو: تر ۲۰۱۴ وروسته به افغانستان پر میدان پرېنږدو

افغان سرتېري

له افغانستان سره د ناټو د اوږد مهالې ملګرتیا په اړه په کابل کې د دغه سازمان د پوځي او ملکي ویندویانو دغه تازه څرګندونې ، له ۲۰۱۴ کال وروسته يو ځل بیا پر میدان د افغانستان د یوازې پاتې کېدو انګیرنو ته روښانه غبرګون بلل کېدی شي.

په کابل کې د دغه سازمان ملکي او پوځي ویندویانو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل ناټو له افغانستان سره د اوږدمهالې ملګرتیا یو پراخ پروګرام مخې ته کړی چې جزییات به یې په راروان پسرلي کې په شیکاګو کې د دغه سازمان په جوړېدونکي سرمشریزه کې ډاګیزه شي.

دواړو ویندویانو جنرال جاکوبسن او دومینیک میډلي زیاته کړې چې د افغانستان په اړه به د استانبول په سیمه یز کنفرانس او د بُن په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان خلکو او سیمې ته د ناټو لوی پیغام هم له افغانستان سره د دغه سازمان د اوږده مهال پر ملګرتیا راټول وي.

دغو انګیرنو له تېرو څو میاشتو راهیسې ډیر زور اخیستی او د احتمالي اغېزو وړاندوینې یې په افغانستان او ان ټوله سیمه کې د ورځنیو بحثونو توده موضوع جوړه شوې.

یکي یوه خبره

همدې ته په کابل کې د ناټو د ملکي ویاند دومینیک میډلي او د دغه سازمان د پوځي ویاند جنرال کاریستن جاکوبسن خبره يکې یوه وه او هغه دا چې ناټو به له ۲۰۱۴ وروسته هم په افغانستان کې فعال حضور لري او له اړتیا سره سم به د افغان امنیتي ځواکونو ملا ورتړي.

د ناټو ملکي ویاند دومینیک میډلي په همدې تړاو تېره اوونۍ په براسلز کې د ناټو د دفاع د وزیرانو غونډې او د همدغې غونډې پر مهال د ناټو د سرمنشي اندریس فو راسموسن څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې ویل افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو سپارل کله هم له افغانستان نه د ناټو د شاته کیدو معنی نه لري:

''باید په دې کې تیروتنه ونشي. د مسؤولیتونو انتقال د وتو معنی نه لري. موږ نیت نه لرو چې افغانانو ته د مسوولیتونو له سپارلو سره جوخت خپله بستره هم تړو. د ناټو غړو هېوادونو له افغانستان سره د اوږدې ملګرتیا ژمنه کړې او موږ به پر همدغه ژمنه ولاړ پاتې یو.''

ښاغلی میډلي تر دې هم مخې ته ولاړ او ویې ویل سر له همدا اوسه د افغانستان او ناټو تر مینځه د اوږد مهالې ملګرتیا پر څرنګوالي کار پيل شوی او د جزییاتو په سر به یې د راروان کال په پيل کې په شیکاګو کې د ناټو په جوړېدونکي سرمشریزه کې سلا وشي:

''ناټو په ایساف کې له ورګډو ملګرو سره یو ځای، له افغانستان سره پر اوږدمهاله ستراتیژیکې ملګرتیا کار کوي. پر دا راز ملګرتیا به په شیکاګو کې په راروان کال کې د ناټو په سرمشریزه کې سلا وشي. ترهغې وړاندې د استانبول او بن کنفراسونه په مخ کې دي. د افغانستان خلکو او سیمې ته به د دغو کنفرانسونو پیغام هم همدا وي چې ناټو به په خپلو ژمنو عمل وکړي او افغانستان به کله هم یوازې پرېنږدي. ''

په کابل کې د ناټو پوځي ویاند جنرال جاکوبسن هم ورته ټینګار لاره. وړاندیز یز یې دا و چې افغانستان او نړیواله ټولنه باید له ۲۰۱۴ کال وروسته د یو بل په سلا مشوره د خپل منځي همکارۍ او ملګرتیا لوری وټاکي:

دا خبره خورا روښانه ده چې نړیواله ټولنه به له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان یوازې پرینږدي. مهم پيغام همدا دی او د استانبول او بن په غونډو کې به هم همدغه پیغام ورکړل شي.

Image caption په ناټو سربېره، د ولسمشر اوباما په ګډون د لوېدیځ یو شمېر نورو سیاسي مشرانو او دپلوماتانوهم له څه مودې راهیسې په بیا بیا له افغانستان سره د اوږد مهالې ملګرتیا پر اړتیا ټينګار کړی

موږ او تاسې، د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه درې کاله وخت لري چې پر دې خبره غور وکړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته څه ته اړتیا لیدل کیږي.''

جنرال جاکوبسن په دغه خبري کنفرانس کې له افغانستان سره د ناټو د ملګرتیا پر ژمنه د ټينګار تر څنګه، پر پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو د پتنځایونو د له مینځه وړو غږ هم وکړ:

''پاکستان د ترهګرو او یاغیانو خلاف ډير څه کړي، خو په دې هم سوال نشته چې دغه هڅې کافي نه دي. دا زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی چې په پاکستان کې د حقاني او طالبانو پټن ځایونه او روزنځایونه ختم کړو. د حقاني له ډلې او یاغیانو سره باید هر ډول حکومتي ملاتړ ختم کړی شي. همدا د وروستیو اونیو څرګند پیغام دی.''

په ناټو سربېره، د ولسمشر اوباما په ګډون د لوېدیځ یو شمېر نورو سیاسي مشرانو او دپلوماتانوهم له څه مودې راهیسې په بیا بیا له افغانستان سره د اوږد مهالې ملګرتیا پر اړتیا ټينګار کړی او د سیمې هیوادونو ته یې دا پیغام ورکړی چې نړیواله ټولنه ګواکې افغانستان یوازې نه پرېږدي او د دوی ګټه په دې کې ده چې د افغانستان له ثبات سره مرسته وکړي.

ورته مطالب