م.م: د افغانستان زندانونو کې بندیان شکنجه کېږي

بندیان
Image caption راپور وايي، یوازې یو بندي له خپل مدافع وکیل سره په اړیکه نیولو توانېدلی دی.

ملګرو ملتونو د افغانستان په زندانونو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند او شکنجې خبر ورکړی دی.

راپور وايي، د افغانستان زندانونو کې بندیان وهل شوي، نوکونه یې ایستل شوي، برقي شارټونه ورکړل شوي او ان پرې د جنسي تېري ګواښ ورته شوی.

راپور کاږي، د افغانستان ۲۴ ولایتونو په ۴۷ زندانونو کې د پولیسو او امنيتي کسانو له خوا بندیان سخت کړول شوي.

په تېر سپتمبر کې بي بي سي هم له افغان بندیانو سره له دا ډول پېښو پرده پورته کړه.

د افغانستان حکومت هغه مهال له بندیانو سره د ناوړه چلند ادعا رد کړه، او راپور یې د سیاسي ګټو په پلوي وباله.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، له بندیانو سره په ښکاره له افغانستان او نړیوالو قوانینو سرغړونه شوې ده.

دغه سازمان دا هم ویلي چې له بندیانو سره دغه ناوړه چلند د حکومت سیاست نه دی.

په راپور کې ویل شوي چې ۳۷۹ غږول شوو بندیانو ویلي چې سخت کړول شوي او له ورایه د شکنجې نښې پرې لیدل کېږي.

ویل کېږي چې د افغانستان استخباراتي اداره له تورنو بندیانو د وهلو په زور اعتراف اخلي.

راپور وايي، چې په زندانونو کې ۱۴ کلن تنکي ځوانان هم سخت شکنجه شوي دي.

په راپور کې راغلي، افغان چارواکو وروسته تر هغه چې له بندیانو سره د ناوړه چلند راپور خپور شو، دې مسالې ته پام شو.

ملګري ملتونه وايي چې یو شمېر افغان بندیان نړیوالو ځواکونو افغان چارواکو ته سپارلي دي.

د ویلو ده چې ناټو افغان چارواکو ته د ۱۶ زندانونو د چارو سپارل له دې کبله وځنډول، چې په وینا یې په زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند کېږي.

خو د افغانستان حکومت وویل چې دغه راپور تر ۲۰۱۴ کال پورې افغان ځواکونو د امنيتي چارو د سپارلو په لړۍ کې د ستونزې د رامنځ ته کېدو به هدف خپور شوی دی.

د ملګرو ملتونو په دې ۷۴ مخیزه راپور کې د ځینو بندیانو څرګندونې هم راغلې دي.

یوه بندي ویلي، د ملي امنيت ادارې له بندیانو په زور د اعتراف اخیستو په موخه هغوی سخت ربړولي دي:

Image caption ملګري ملتونه وايي چې یو شمېر افغان بندیان نړیوالو ځواکونو افغان چارواکو ته سپارلي دي.

''زما ټول کالي یې وایستل، یوه یې زما تناسلي آله ونیوله، تر هغه یې کش کړه چې بې هوښه شوم، کله چې په هوښ کې راغلم، باید اعتراف مې کړی وای؛ ځکه چې د درد توان مې نه درلود.''

راپور وايي، له شپږو تنکیو ځوانانو پنځو یې د ملګرو ملتونو راپور جوړوونکو ته ویلي، چې د وهلو ټکولو، راځوړندولو په ګډون سخت ربړول شوي او ان یوه ته یې د جنسي تېری ګواښ هم شوی.

په کندهار کې د ملي امنیت یوه چارواکي ملګرو ملتونو ته ویلي، چې ''دلته د پلټنې او تحقیق عادي طریقه کار نه ورکوي، کله چې پوی شو چې تورن د طالبانو له ډلې دی، نو شکنجه کوو یې.''

راپور وايي، یوازې یو بندي له خپل مدافع وکیل سره په اړیکه نیولو توانېدلی دی.

ورته مطالب