افغانستان کې د کوکنارو تولید ۶۱ سلنه ختلی

کوکنار
Image caption ملګري ملتونه وايي افغانستان کې نشه يي توکي او ناامنۍ پر یو بل پورې تړلې موضوع ګانې دي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د نشه يي توکو توليد ۶۱ په سلو کې زيات شوی او ترڅنګ يې د کر کچه هم اووه سلنه ختلې شوې ده.

دا څووم پرله پسې کال دی چې افغانستان د نشه يي توکو د توليدوونکو هېوادونو په مېنځ کې د سر سر ځای نيسي.

له نشه يي د اروگانو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې يا ( يو، ان، او، ډي، سي) بيا په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او توليد د ګراف پورته کېدو خبر ورکړی.

سږ کال ټول ټال په ۱۳۱زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې حاصلات يې ۵۸۰۰ مترېک ټنه شوي دي. د حاصلاتو پروسږنه دغه اندازه له دې څه باندې ۲۰۰۰ ټنه کمه وه.

له نشه يي توکو سره د مبارزې افغان وزير ضرار احمد مقبل وويل تېر کال د کوکنارو لوړو بيو خلک د دغه بوټي کر ته بيا وهڅول، خو په وينا يې دوی وکړای شول هغه تر ډېره بريده کنټرول کړي:

''تېرکال د اپينو بيې په ناڅاپي ډول وختلې. موږ همدې اندېښمن کړي وو چې کېدی شي سږ کال د کوکنارو کروندې تر دې هم زیاتې شي. خو موږ له کوکنارو سره د مبارزې په برخه کې د اړوند ادارو او نړېوالې ټولنې پر مټ وکولای شول چې د کوکنارو کر نژدې په خپل حال يې وساتو.''

له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې نړېوالې ادارې راپور فراه، کندهار، نيمروز او اروزګان هغه ولايتونه ياد کړي چې سږ کال په کې تر نورو کوکنار زيات کرل شوي دي.

خو په بغلان، دايکندي او زابل کې بيا د کوکنارو کر رالوېدلی دی.

هلمند چې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې د کوکنارو د کښت له امله د سر نوم لري، د کر کچه په کې درې سلنه رالوېدلې په هرات کې بيا دغه سلنه دوه ښکته شوې.

بغلان، فارياب او کاپيسا د حکومت له لوري له کوکنارو د شلو صفر شويو ولايتونو له نوملړه وتلي دي.

Image caption له نشه يي توکو سره د مبارزې افغان وزير ضرار احمد مقبل وويل تېر کال د کوکنارو لوړو بيو خلک د دغه بوټي کر ته بيا وهڅول، خو په وينا يې دوی وکړای شول هغه تر ډېره بريده کنټرول کړي

په دغو ولايتونو کې اوس بيا خلکو د کوکنارو کر ته مخه کړې ده.

ناامني، د قانون نه پلي کېدل او له کروندګرو سره د ځايي چارواکو همکاري کوکنارو ته د بيا مخ اړولو مهم لاملونه په ګوته کېږي:

کابو ۹۵ سنله کوکنار يوازې د افغانستان په نهو تر ګردو ناکراره ولايتونو کې کرل کېږي چې د حکومت په وينا قانون په کې سم نه دی پلی.

د افغانستان د سويلي او لوېديځو ولايتونو کنټرولول، له کوکنارو پاکو ولايتونو ته پاملرنه، د عدالت قانون واکمني، د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو نيول او د هيروئينو د جوړولو لپاره د کيمياوي توکو د واردولو بندول هغه لارې چارې ياديږي چې د کوکنارو د کچې په ښکته کېدو کې اغېزمن ثابتېدی شي.

ورته مطالب