رپوټ : چورلکه د طالبانو په لومه نه وه کښېوتې

چورلکه
Image caption په لويدلي چورلکې کې د امريکا د ځانگړو ځواکونو يو ديرش کسه وژل شوي وو .

په افغانستان کې د امريايکايي پوځ د يوې چورلکې د رالويدا په اړه رسمي رپوټ دا نظر رد کړى چې گواکې د طالبانو لومې ته کښېوتې وه .

د هغې چورلکېد رالويدا له امله ٣١ کسان وژل شوي وو.

رپوټ وايي د اگست په مياشت کې د تنگي په سيمه کې د پېښې په ورځ طالبان تر هغه وروسته خبر شول چې تر څو ساعتونو پورې دغلته هوايي ځواک فعاليت وکړ .

توغندى د چينوک چورلکې په شاتنې برخې لگيدلى و چې الوتکې يې نسکوره کړه او وچاودېده.

له طالبانو سره په لس کلن جنگ کې دا په يو ځلي د امريکايي ځواکونو تر ټولو ډيره مرگ ژوبله وه .

چورلکه د اگست په مياشت کې د طالب وسله والو ضد عملیاتو پرمهال رالوېدلې وه.

افغان چارواکو ويل چې د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د ناټو په رالوېدلې چورلکه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ۳۱ سرتېري وژل شوي وو.

په هغه پېښه کې یو افغان ژباړن او اووه افغان کوماندو سرتېري هم وژل شوي وو.

طالبانو ادعا کړې وه چې دا چورلکه د دوی کسانو ویشتلې او په جګړه کې اته وسله وال طالبان هم وژل شوي.