ایران د سویس سفیر ته دامریکا د ادعا احتجاج وکړ

د ایران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د سويس سفير چې په دغه هیواد کې دامريکا د گټو استازيتوب کوي وربللى چې د امريکا ددې ادعاو په اړه ورته احتجاج وکړي چې واېې ايران په واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفير د وژلو د دسيسې تر شا لاس درلود. د ايران د بهرينو چارو وزير علي اکبر صالحي د تورنو پر سر امريکا ته د مقابلې خبردارى ورکړ. تر دې دمخه امريکا د ايران د انقلابي ساتونکو پر جگپوړو غړو بنديزونه ولگول او ددغه هيواد د نور گوښه کولو غوښتنه ېې وکړه. په دې اړه له واشنگتنه د بي بي سي خبریال ستيو کينگستن راپور لري چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.

امریکايي چارواکي وايي دا ټوله کیسه داسې ده لکه د هالي ووډ د یوه فلم. یوه ایران العصله امریکايي ورانکاري ته دنده سپارل شوې وه چې په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیر ووژني او د تهران په امر په دې چاره کې په میکسیکو کې دنشه يي توکو د قاچاقبرانو له ډلې نه یو کس وکاروي. ویل شوي چې مشکوک نیول شوی شپږ پنځوس کلن منصور آرباب سیر د سعودي د سفیر د وژلو په دسیسې کې لاس لرل منلي دي. دغه راز نوموړي منلې چې په هغو ادعا شویو تیلفوني خبرو کې یې برخه اخیستې چې د ایران د انقلابي ساتونکو د یوه چارواکي له خوا پکې امرونه ورکول کیږي.

د ولسمشر بارک اوباما ادارې ددې کار په ځواب کې د ایران د انقلابي ساتوونکو پر څلورو لوړ رتبه چارواکو بندیزونه لګولي دي. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وايي واشنګټن به له نورو هیوادونو دیپلوماتیک ملاتړ وغواړي چې ایران نور هم ګوښه شي.

ژباړه: موږ به په نړۍ کې له خپلو ملګرو او متحدینو سره خبرې وکړو چې څنګه کولای شو چې یو پیاوړي پیغام واستوو چې دغه ډول کړنو ته چې له نړیوالو اصولو سرغړونې دي باید د پاي ټکې کیښودل شي.

د ولسمشر اوباما ادارې دا نه دي ویلې چې ګواکې ایراني مشرانو هم ددغې دسیسې ترشاه لاس درلود او دا هم ډاګیزه شوې چې ددې کار په ځواب کې به پوځي اقدامات نه کیږي.

له دغې دسیسې نه هغه مهال پرده پورته شوه چې کله مشکوک منصور آرباب سیر د سعودې د سفیر د ترورولو لپاره یوه داسې کس ته مراجعه وکړه چې ګومان یې کاوه هغه د نشه یې توکو یو مکیسکیوی قاچاقبر دی خو په اصل کې هغه د امریکايي چارواکو مخبر و.

ایران دا هرڅه رد کړي او هغه یې د امریکا بي بنسټه ادعاوې بللې دي. په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر وايي دا ادعاوې تیر ایستونکې او بي بنسټه دي. په همدې حال کې د ولسمشر احمدي نژاد یوه ویاند ویلې امریکا ددغه ډولو فلمونو د کیسو په جوړولو کې ډیره تجربه لري.

د ایران انقلابي ساتونکي تورن دي چې تر دې مخکې یې هم په بهر کې اهداف په نښه کړي دي.

ورته مطالب