د جرمني ولسمشر: افغانستان یوازې نه پرېنږدو

ښاغلی وولف
Image caption ښاغلی وولف چې له تېرو ۴۴ کالو راهیسې د جرمني ولسمشر دی، دا یې کابل ته لومړی رسمي سفر دی.

د جرمني ولسمشر افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر رسېدلی دی.

کریسټیان وولف کابل ته له رسېدو سره سم، خبریالانو ته وویل، چې په ۲۰۱۴ کې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به جرمني افغانستان یوازې پرېنږدي.

د جرمني ولسمشر په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یوې ګډې خبري غونډې ته وویل:''موږ د افغانستان دوست او همکاران یو، موږ د افغانستان د پوهنې او ملي پولیسو په برخه کې د مثبت بدلون غوښتونکي یو.''

کریسټیان وولف وویل چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

ښاغلي وولف د افغانستان په تړاو د استانبول جوړېدونکې ناستې ته په اشارې سره وویل چې له پاکستان سره به د افغانستان د ثبات په اړه وغږېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د ګاونډيو هېوادونو د بریدونو په اړه وویل، : دغه معلومات چې موږ ته راوړل کېږي، او موږ یې وارزوو، دروغ خېږي، په امنيتي جلسه کې مو هم پر دې ټينګار وکړ، چې یوازې د رسنیو پر راپورونو تکیه ونه کړو، هغه ځایونه چې ثابت شي، چې د افغانستان پر سرحدي سیمو تېری شوی، افغان ځواکونه به د اړتیا وړ ګام پورته کړي، خو تر هغه چې افغانستان او ناټو دغه بریدونه نه وي تایید کړي، موږ متقابل عمل نه شي کولای او له احساساتو کار نه اخلو. افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره ښه اړيکي غواړي.''

کرزي له رسنیو وغوښتل چې په دې تړاو تایید شوي او کره معلومات خپاره او له شایعو خپرولو ډډه وکړي، ځکه چې دده په وینا دا د افغانستان او ګاونډیانو دواړو په زیان دي.

Image caption حامد کرزي د بن د جوړېدونکې کنفرانس په اړه هیلمندی وښوده چې د افغان کړکېچ لپاره مناسبه حل لاره پکې ولټول شي.

هغه دا هم ویلي، چې جرمني به افغانستان کې د امنیت راوستو او بیارغاونې په برخه کې خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي.

په پام کې ده چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ کال ترپایه ووځي او امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ښاغلی وولف چې له تېرو ۴۴ کالو راهیسې د جرمني ولسمشر دی، دا یې کابل ته لومړی رسمي سفر دی.

په پام کې ده چې نوموړی د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو د حقونو له یو شمېر مدافع ټولنو سره وګوري.

په پام کې ده چې د بن دویم کنفرانس د راتلونکې دسمبر په لومړیو کې جوړ شي.

د ښاغلي وولف سلف هارسټ کویهلر د ۲۰۱۰ په مۍ کې پرته له دې چې له ولسمشر کرزي سره وګوري، افغانستان کې له مېشتو جرمني پوځيانو سره وکتل.

کویهلر تر سفر وروسته افغانستان کې د جرمني د پوځي ښکېلتیا په تړاو تر جنجالي څرګندونو وروسته له خپلې دندې استعفی وکړه.

په تېر دسمبر کې د جرمني صدر اعظمه انګیلا میرکل هم افغانستان ته تلې وه.

جرمني افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰۰ پوځيان لري، چې ډېره برخه یې په شمال کې مېشت دي.

په پام کې ده چې د روان کال تر پایه له افغانستان څخه د جرمني سرتېرو وتل پیل شي.

د افغانستان ماموریت کې شاوخوا ۵۳ جرمني سرتېري وژل شوي.

ورته مطالب