د کندهار انځوریز نندارتون

د انځورونو په دغه نندارتون کې چېی پکې څه باندې ۶۰ هنري آ ثار نندارې ته وړاندې شوي وو، په کندهار کې د انټرنیوز دسیمه ییزې ادارې اړوند ''د ځوان خبره'' د څانګې په مرسته د کندهار د ښکلونو هنرونو د ادارې له خوا جوړ شوی و.

د کندهار د ښکلو هنرونو د څانګې مشر انځورګر او خطاط امان الله درخشان وايي هغه کرکه او ناسمه نظریه چې ددغه هنر پر وړاندې په کندهار کې موجوده وه، او انځورونه به یې په دې خاطر له منځه وړل کېدل، چې ګواکې هغه بتان دي، اوس یې تر ډېره بدلون موندلی.

په کندهار کې د انځورونو جوړ شوی نندارتون د پنځو ورځو لپاره و، چې درو ښځو هم خپل هنري آثار نندارې ته اېښي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .