د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان د اورګاډي پټلۍ غځوي

د اورګاډي پټلۍ
Image caption اوس يوازې د ازبکستان له پولې د بلخ ولايت تر مرکز مزار شريف پورې د اورگاډي پټلۍ غځيدلې ده

د اسیا پرمختایي بانک د افغانستان له مالیې وزارت سره د ۲۲۲ میلیونو ډالرو بلاعوضه مرستې تړول لاسلیک کړ.

دغه مرسته د هغو څه باندې ۸۰۰ میلیونو ډالره یوه برخه ده، چې د اسیا پرمختایي بانک یې په افغانستان کې د سړکونو او وسپنې پټلیو د جوړو لپاره ژمنه کړې وه.

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال په افغانستان کې د اسیا د پراختیایي بانک له مشر جان میرانډ سره په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، چې په دې پیسو به د کابل- جلال اباد دویم سړک او د جبل سراج او نجراب ترمنځ سړکونه جوړ شي.

ښاغلي زاخیلوال وویل، د اسیا پرمختایې بانک په تېره یوه لسیزه کې له افغانستان سره له دوو میلیارده ډالرو د ډېرو مرستو ژمنه کړي، چې د ده په وینا شاوخوا یو نیم میلیارد یې په افغانستان کې لګول شوي.

د مالیې وزارت وايي، د اسیا پرمختایي بانک خپلې ټولې مرستې د افغانستان د حکومت له لارې مصرفوي.

په عین حال د اسیا پرمختایي بانک وايي، تمه لري، چې د افغان حکومت او خلکو په مرسته به وکړای شي، خپلې پروژې په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.

د اسیا د پرمختایي بانک مرستیال شاویو ژاو، وویل، د ا فغانستان په بیارغاونه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

''د اسیا پرمختایي بانک د افغانستان له حکومت سره کار کوي او په هغو برخو کې ورسره مرسته کوي، چې افغان حکومت ته لومړیتوب لري. د اسیا پراختیایي بانک خوښ دی، چې له افغان حکومت سره مرسته کوي. موږ له افغانستان سره د مرستو لپاره ځانګړی پرواګرام لرو او موږ ژمن یو، چې په راتلونکې کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوو.''

د فواید عامې وزرات وايي، په تېرو لسو کلونو کې یې د اسیا د پرمختایي بانک په مرسته سلګونه کیلومتره سړکونه په اساسي ډول جوړ کړی، خو پردغه وزارت نیوکه کېږي، چې رغول شوي سړکونه یې مقاومت نه لري او ژر ویجاړېږي.

ورته مطالب