د افغان پوځي توکو نندارتون

د انځورونو لیدلو لپاره دا ځای کېکاږﺉ

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د افغانستان د دفاع وزارت وايي دا مهال د هېواد په یو شمېر برخو کې افغان پوځ د عملیاتو مشري پر غاړه لري، او په دا ډول عملیاتو کې یې هم ښه وړتیا ښودلې ده.

افغان پوځ یو شمېر هغه الوتکې، زغره وال ګاډي، سپکې او درنې وسلې او نور پوځي مهمات او تجهیزات رسنیو ته وښودل چې امریکې او یو شمېر نورو هېوادونو ورسره په دې وروسیتو کې مرسته کړې ده.

په امریکا کې جوړو شوو دغو پوځي وسایلو کې، بېلابېل زغره وال ګاډي، توپچي، د اوږې د سر ویشتونکي توغندي، ټوپکونه، تومانچې شاملې دي.

د نندارې په یو څنډه کې هغه دوه پوځي او جګړه ییزې څرخي الوتکې هم ولاړې وې چې د امریکا په پيسو له روسيې نه افغان پوځ ته پېرېدل شوي دي.

په دغو وسایلو کې د سړک غاړې ماینونو د شنډولو تخنیکي وسایل هم شامل دي چې له کبله یې افغان او بهرنیو سرتېرو ډېر زیان اوړي.

د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ د دغو پوځي مرسته شوو پوځي وسایلو دقیق ارقام په ډاګه نه کړل، خو ډاډ یې څرګند کړ چې له اورپکۍ سره د روانې مبارزې په وړاندې به تر ډېره افغان پوځ ځواکمن کړي.

ښاغلي وردګ وویل په پام کې ده چې په نژدې راتلونکي کې له افغان پوځ سره د څه باندې پنځه سوه نورو زغره والو ګاډو مرسته هم وشي،خو دقیقه نېټه یې و نه ښوده.

دا مهال داسې کومه دقیقه شمېره نi شته چې افغان پوځ څومره زغره وال ګاډي لري.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي دا مهال افغانستان شاوخوا یو نیم سل زره سرتیري لري او د نړیوالې ټولنې سره د شوي تړون له مخې په پام کې دغه شمېره تر ۲۰۱۴ کاله پورې څه باندې دوه سوه زرو ته ورسیږي.

په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته ورترغاړې کیږي، او افغان پوځ هم ډاډ ښودلی چې د مسولیت دغه پيټی اچتولی شي.

د پوځي چارو ځېني شننونکي په دې باور دي چې، له پوځ سره د شوو مرستو سره سره،بیا هم د افغانستان ملي اردو د یولړ پرمختللو وسایلو له نشتوالي،شمېر له کموالي او د بشپړ هوايي ځواک د نه موجودیت له اړخه کمزورې بلل کیږي.

Image caption د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ د دغو پوځي مرسته شوو پوځي وسایلو دقیق ارقام په ډاګه نه کړل، خو ډاډ یې څرګند کړ چې له اورپکۍ سره د روانې مبارزې په وړاندې به تر ډېره افغان پوځ ځواکمن کړي.

د چارو یو شنونکی جاوید کوهستانی سره له دې چې له افغانستان سره شوې پوځي مرستې ستایي خو له پخواني افغان پوځ سره یې د پرتلې وړ نه بولي.

د ښاغلي کوهستاني په خبره د افغانستان موجوده پوځ د ګاونډیو او سيمې د هېوادونو پرتله هومره د پام وړ نه بلل کیږي.

خو له دې هر څه سره سره ډېر په دې باور دي چې تېرو کلونو ته په پام سره اوس افغان پوځ څه ناڅه په ځان ویسا شوي او په پښو درېدلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي دا مهال د هېواد په یو شمېر برخو کې افغان پوځ د عملیاتو مشري پر غاړه لري، او په دا ډول عملیاتو کې یې هم ښه وړتیا ښودلې ده.

له نړیوالې ټولنې د افغان حکومت غوښتنه دا ده چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې دغه پوځ د شمېر،وسایلو او تجهیزاتو له اړخه لا په پښو ودروي چې د هیواد امنیت ښه ډاډمن، او بهرنیو ځواکونو ته له دغه هېواد د وتلو قانوني او غوره لاره هواره کړي.

ورته مطالب