اروپايي ټولنه د افغان پولیسو لپاره روزنیز مرکزونه جوړوي

Image caption دوه ورځې وړاندې ناټو ځواکونو وويل چې په افغانستان کې د پوليسو له ليکو د تېښتې کچه اوس ۷۰ سلنه رالوېدلې ده.

اروپايي ټولنه د افغان پوليسو د پياوړي کولو او روزنې په موخه په کابل او باميانو کې دوه روزنېز مرکزونه جوړوي.

اروپايي ټولنې د دغو مرکزونو د جوړلو لپاره د کډوالو له نړیوال سازمان سره د ۱۵ ميليونه يورو تړون لاسليک کړ.

د کډوالو د نړيوال سازمان دنده د دغو مرکزونو د کار څارنه ده.

په دې لړ کې په کابل کې د پوليسو د عالي زده کړو لپاره يو کالج جوړېږي چې د افغان چارواکو په خبره د پوليسو له اکاډمۍ فارغ پوليس به په کې خپلې لوړې زده کړې ترسره کوي.

د پوليسو د روزنې بل مرکز په باميانو کې جوړېږي چې دغلته به نارينه او ښځينه دواړه پوليسي زده کړې تر سره کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وېګادس اوشاڅکس وايي چې دغه پنځلس ميليونه يورو به د پوليسو د روزنې په دريو برخو کې ولګېږي:

''دغه پيسې به په دريو مهمو برخو وويشل شي: لومړی دا چې په نهه ميليونه به يې په کابل کې يو کالج جوړ شي، دويم دا چې په څلور ميليونه به يې په باميانو کې د پوليسو د روزنې يو مرکز جوړ شي، دا به دوه برخې ولري چې هم د نارينه وو او د ښځينه لپاره، دريم، په نورو پيسو به د پوليسو لپاره بنسټونه جوړ شي او د هغوی د ظرفيت لوړولو په برخه کې به ولګېږي.''

په افغانستان کې د نارينه پوليسو ترڅنګ ښځينه پوليسو ته هم ډېره اړتيا ده، کتونکي فکر کوي چې د پوليسو ليکو ته د ښځو د زړه نه ښه کولو لامل امنيتي ګواښونه او ټولنيز دودونه دي.

د پوليسو يوه پخوانۍ افسره او د ولسي جرګې اوسنۍ غړې نظيفه ذکي:

''دا چې د پوليسو ليکو ته ښځې زړه نه ښه کوي يو علت يې امنيتي شرايط دي. طالبان دي، ټولنيز دودونه دي چې کورنۍ زړه نه ښه کوي خپلو لوڼو ته د پوليسو په ليکو د ورګډېدو اجازه ورکړي. نورې ستونزې پخپله په کورنيو چارو وزارت کې دی چې ښځو ته په مشرتابه زياته ونډه نه ورکوي، هغوی ته ترفيع نه ورکوي او تر ډېره په ټيټو رتبو کې کار کوي.''

په ټوله کې د پوليسو دنده د عامه نظم ساتل دي، خو په افغانستان کې ډېر ځله له دوی نه د بريدونو د دفع کولو لپاره په لومړۍ کرښه کې کار اخيستل کېږي.

که څه هم افغان حکومت وايي پوليس يې تر ډېره بريده روزل شوي او سمبال شوي، خو کتونکي بيا دغه روزنه له نيمګړتياوو ډکه بولي.

د پولیسو تېښته

دوی وايي د پوليسو ډېره برخه زده کړې نه لري او همدا لامل دی چې په ټولنه کې يې خپل اعتبار په بشپړ ډول نه دی ساتلی.

د پوليسو په ليکو کې بله هغه ستونزه چې ډېر ورته پام کېږي، د پوليسو له ليکو د تېښتې کچه ده.

دوه ورځې وړاندې ناټو ځواکونو وويل چې په افغانستان کې د پوليسو له ليکو د تېښتې کچه اوس ۷۰ سلنه رالوېدلې ده.

دا چې پوليس ولې خپلې دندنې پرېږدي د لاملونو په اړه يې د پوليسو يو پخواني افسر سليمانخېل وايي پوليسو ته د پوځ دندې ورسپارل کېږي.

افغانستان اوس شاوخوا ۳۰۰زره امنيتي ځواکونه لري چې له سلو زرو زيات يې يوازې پوليس دي.

که څه هم په افغانستان کې د ښځينه پوليسو کره شمېره نه ده مالومه، خو افغان حکومت تېر کال وويل چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ښځينه پوليسو شمېر پنځو زرو ته ورسېږي.

ورته مطالب