امریکا: له پاکستان څخه پر امریکايیانو بریدونه ډېر شوي

امریکايي پوځيان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امریکا پوځ سږکال افغانستان کې د سختې مرګ ژوبلې شاهد و.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، له پاکستان څخه افغانستان کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.

دفاع وزارت دا هم ویلي، چې پاکستان کې د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته پر امریکايیانو بریدونه ډېر شوي دي.

د اسامه په وژل کېدو سره، پاکستاني طالبانو ګواښ کړی، چې د هغه د وژنې غچ به ارومرو له امریکايي ځواکونو اخلي.

د پنتاګان د مطبوعاتي څانګې سکرتر جورج لیتل خبریالانو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ویلي: ''له تېرې جولای میاشتې راهیسې تر اګست پورې د افغانستان او پاکستان پر پوله زموږ پر ځواکونو د توغندیو او توپي بریدونو د ډېروالي شاهدان یو.''

که څه هم پنتاګان پر خپلو ځواکونو د اورپکو د بریدونو تړاو نېغ په نېغه د اسامه بن لادن له وژل کېدو سره ورنه کړ، خو د افغانستان په ختيځ پکتیکا ولایت کې امریکايي ځواکونو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې له تېرې مۍ راهیسې له پاکستانه پر امریکايي ځواکونو د توغندیو بریدونه ډېر شوي دي.

ورځپاڼه وايي، پکتیکا ولایت کې د جګړې پر لومړیو درو امریکايي پوځي جبهو له تېرې مۍ میاشتې راهیسې ۱۰۲ توغندیز بریدونه شوي.

سرچینې ویلي، چې د تېر کال تر همدې مودې پورې پر دغو جبهو ایله ۱۳ توغندي ویشتل شوي وو.

ماشيني سړي

پر همدې مهال د امریکا پوځ ویلي، چې افغانستان ته د خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره به سږ کال ماشيني انسانان واستوي، چې د ماینونو په کشفولو کې به ستر رول ولري.

د امریکا ''یو اېس اې ټو ډې'' ورځپاڼې ویلي، امریکايي پوځ افغانستان ته د Recon Scouts په نامه ۶۵۰ کوچني ماشيني انسانان لېږي، چې شاوخوا ۱۳.۴ میلیون ډالر لګښت پرې راغلی دی.

Image caption امریکا وايي دغه کوچني روبوټي ټانکونه تر ځمکې لاندې ماینونه کشفولای شي.

ورځپاڼه وايي، دغه روبوټونه د ماینونو د کشفولو لپاره، پر دېوال یا د ودانۍ پر کړکیو هم ورویشتل کېدای شي، چې پوځيانو ته رنګه ثبت شوي توکي ولېږدوي.

همدارنګه، امریکا هوډ لري چې د خښ کړای شوو ماینونو د موندلو لپاره موندونکي او شنډوونکي کوچني ټانکونه واستوي.

د ویلو ده چې د امریکا پوځ سږکال افغانستان کې د سختې مرګ ژوبلې شاهد و.

د تلفاتو تر ټولو لویه پېښه په میدان وردګو ولایت کې ورواوښته، چې په یوه ځل یې د الوتکې په رالوېدو سره ۳۰ پوځيان ووژل شول.

ورته مطالب