" ميکانيزه زراعت مو له بهرنۍ اړتيا وباسي "

کرهنه
Image caption د افغانستان اقتصاد په زراعت ولاړ دى خو ويل کيږي چې ډير پام نه دى ورته شوى

د اقتصادي ودې د څيړلو لپاره په جوړه شوې يوه غونډه کې د افغانستان د زراعت وزير محمد اصف رحيمي د ميکانيزه زراعت د پرمختيا لپاره وړانديزونه کړي دي.

په وړانديز کې چې د ولسمشرۍ دفتر په ډاگه کړي راغلي دي چې افغانستان د زراعتي صنایعو او محصولاتو او دغه راز د غذایي مصؤونیت د بهبود له لارې کولای شي د پام وړ اقتصادي پرمختګ وکړي.

په طرحه کې وړاندیز شوی دی چې په ځان باندې د متکي کېدلو لپاره باید په هېواد کې د ننه، نوي کاري فرصتونه پیدا شي، صادارت پراختیا ومومي او د کرنې په بېلابېلو برخو کې پانگونه وشي.

د ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر کرزي په ځان باندې د متکي کېدلو لپاره د کرنې د وزارت له خوا وړاندې شوې طرحه د بهرنیو هېوادونو له احتیاج څخه د خلاصون لپاره غوره لاره وبلله او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې باید پانګونې او پراختیا ته ډېره پاملرنه وشي.

د زراعت له وزارته غوښتل شوي چې د غله جاتو، د میوو دانو او سبزیجاتو د تولید د زیاتوالي لپاره راتلونکې اقتصادي غونډې ته ځانگړې طرحه وړاندې کړي.

د افغانستان اقتصاد تر ډيره په زراعت ولاړ دى خو ويل کيږي چې په تيره لسيزه کې دغې برخې ته ډير پام نه دى شوى.