افغان 'سرتېري' خپل درې استرالیايي روزونکي ووژل

Image caption که څه هم ددوی ترمنځ د شخړې او بیا د ماشې کېکاږلو لامل نه دی معلوم، خو امنيتي سرچینې وړاندې وینه کړې چې شاید د طالبانو لاس پکې وي.

د افغانستان په سوېل کې د ملي اردو یوه سرتېري درې استراليايي عسکر او د هغوی ژباړن په ډزو وژلي.

په سویل کی د ۲۰۵ قول اردو قومندان جنرال عبدالحمید وایي پېښه د شنبې پر ګهيځ د اروزګان ولایت د نېش ولسوالۍ د ۲۰۵ قول اردو اړوند د څلورمې لوا د شپږم کنډک په روزنیز مرکز کې شوې ده.

سرچینه وايي، د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ دغه افغان سرتېري هغه مهال پر استرالیايي روزونکو ډرې وکړې، چې سهار مهال د روزنې لپاره راوتلي وو.

د ښاغلي عبدالحمید په خبره، په برید کې اووه بهرني سرتېري او یو د ملي اردو افسر ټپیان شوي هم دي.

برید کوونکی هم د ایساف عسکرو په ډزو وژل شوی.

جنرال عبدالحمید وویل، برید کوونکی چې یو بریدمن و، له تېرو درو کالو راهیسې د اروزګان په دهراود ولسوالۍ دنده ترسره کوله.

که څه هم ددوی ترمنځ د شخړې او بیا د ماشې کېکاږلو لامل نه دی معلوم، خو امنيتي سرچینې وړاندې وینه کړې چې شاید د طالبانو لاس پکې وي.

وسله والو طالبانو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په سوېل کې د ایساف دفتر د پېښې پخلی کړی، او وايي چې د دوی دوه سرتېري نن سهار په اروزګان ولایت کې د یوه داسې کس په ډزو وژل شوي، چې د ملي اردو جامې یې په تن وې.

ورته مطالب