محمدي: هره میاشت ۱۵۰ پولیس وژل کېږي

بسم الله خان محمدي
Image caption ښاغلى محمدي ډاډمن دى چې د پوليسو په روزلو کې د دوى نوې تگلارې او نوى نصاب کولاى شي تر ډيره هغه نيمگړتياوې له منځه يوسي چې دا مهال افغان پوليس ورسره غاړه غړۍ دي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې هره مياشت د ۱۵۰ په شاوخوا پوليس وژل کېږي، چې تر ډېره دغه مرگ ژوبله د سړک په غاړو د شلخيو بمونو او يا ځانمرگو بريدونو له امله رامنځ ته کېږي.

افغان پوليس چې دا مهال د ځينو شمېرو له مخې شمير يې سل زرو تنو ته رسيږي، په افغانستان کې د قانون د پلي کولو تر څنگ په سختو جگړه ييزو عملياتو کې هم برخه اخلي چې له همدې امله دوى ته درنه مرگ ژوبله هم اوړي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزير ستر پاسوال بسم الله محمدي وايي چې دا مهال د دې اړتيا ده چې پوليس هم د قانون د پلي کولو او هم د دولت د مخالفو وسله والو دلو په وړاندې مقابله وکړي:

''موږ د افغانستان په تولو ولايتونو او ولسواليو کې حضور لرو او بله لاره نه لرو چې د دغه هېواد د امنيت په ټينگولو کې دنده تر سره نه کړو، موږ تل د جگړو په لومونيو کرښو کې کار کوو چې تل د ترهگرو او مخالفينو د بريدونو سره مخامخ کېږو.''

ښاغلى محمدي وايي چې هره مياشت لسگونه پوليس سرتيري وژل کيږي چې دې کار دې ته لار پرانيستې چې په گڼ شميزر کې پوليس سرتيري خپلې دندې پريږدي، خو د ښاغلي محمدي په وينا چې د دوى د مخالفينو ځواک دومره اوبه شوى چې د دوى سره يې د مخامخ جگړې توان بايللى دى:

''زموږ د پوليسو د مرگ زوبلې ستره شميره د سړک د غاړې د ماينونو او ځانمرگو بريدونو له امله ده ، موږ په مخامخ جگړو کې ډير لړ تلفات لرو، ځکه هغوى د دې توان له لاسه ورکړى چې زموږ د ځواکونو سره وجنگېږي، له بده مرغه هره مياشت زموږ د مرگ زوبلې شمير له ۱۲۰ نه واخله بيا تر ۱۵۰ پورې رسېږي، همدغه شان ټپيان هم لرو چې دا شميرې ډيرې جگې دي، خو موږ مجبور يو چې دفاع وکړو.''

له شاوخوا يو کال راهيسې د کورنيو چارو وزارت په اډانه کې د سيمه ييزو پوليسو شمېر هم مخ په زياتېدو دى، چې ځينې نيوکه کوونکي وايي دغې چارې نه يوازې په افغانستان کې امنيت نه دى ټينگ کړى بلکې د هغوى په خبره چې تر ډېره همدغه سيمه ييزو پوليسو په لوى لاس د گډوډيو لپاره لاره هواره کړې ده.

خو ښاغلى محمدي دا نه مني او وايي چې دغه څه د نړيوالې تولنې په سلا مشورو شوي او دا مهال په ۴۵ ولسواليو کې دغه پوليس شته چې د ده په ټکو تر ډېره يې په دغو ولسواليو کې امنيت هم خوندي کړي دى.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کورنیو چارو وزیر وايي چې ډېری پولیس د ځانمرګو بریدونو او شلخي ماینونو له کبله وژل کېږي.

ښاغلى محمدي ډاډمن دى چې د پوليسو په روزلو کې د دوى نوې تگلارې او نوى نصاب کولاى شي تر ډيره هغه نيمگړتياوې له منځه يوسي چې دا مهال افغان پوليس ورسره غاړه غړۍ دي:

''موږ پخپلو تغليماتو او نوي نصاب کې نويو جگړه ييزو تکتيکونو ته ځاى ورکړى ، نو زما له نظره دغه نوې تگلارې به وکولاى شي زموږ سرتيري داسې وروزي چې هم يې د دښمن سره په جگړه کې تلفات لږ وي او هم د قانون په پلي کولو کې رغنده ونډه واخلي.''

د افغانستان د کورنيو چارو وزير ډاډ څرگند کړ چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه وځي دوى کولاى شي چې د سولې او ټيکاو د راوستو لپاره مټې رابډوهي، هغه وايي په افغانستان کې د سولې او ارامۍ يوازينۍ لاره همدا ده چې ځينې واگې پخپله افغانانو ته خوشې شي. خو بيا يې هم ټينگار دا دى چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم نړيواله تولنه د افغانستان سره د خپلو مرستو لړۍ جاري ساتي.