کابل: ځانمرګي برید د ایساف ۱۳ سرتېري ووژل

نننی برید د انځور حقوق Reuters
Image caption عيني شاهدانو ویلي، چې برید د ګاډي په وسیله وشو.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې ددارالامان په څلور لاره کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی، چې لږترلږه د ایساف ۱۳ سرتېري او څلور افغانان وژل شوي.

د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جاکوبسن بي بي سي ته وویل، چې په دې برید کې د ایساف ۱۳ سرتېري وژل شوي او یو ټپي دی.

نوموړي د وژل شوو سرتېرو هویت په ډاګه نه کړ.

سرچینې ویلي، چې په دې برید کې د پولیسو یو افسر او درې ولسي وګړي وژل شوي.

برید د شنبې پر ورځ (د اکتوبر ۲۹مه، غرمه مهال ۱۱نیمې بجې) دارالامان ماڼۍ ته څېرمه وشو.

ناټو وايي چې د افغانستان په سوېل کې یوه کس چې د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و، د ناټو دوه سرتېري په ډزو وژلي، چې برید کوونکی هم وژل شوی.

د ګاډو سوځېدل

وسله والو طالبانو د کابل د برید پړه منلې، او ادعا لري چې ګڼو افغان او بهرنیو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل پولیسو ویلي، برید د یوه ګاډي په مټ شوی، چې چاودېدونکي توکې پکې ځای پرځای شوي وو.

عيني شاهدانو ویلي، د چاودنې په سیمه کې ګڼو ګاډو اور اخیستی.

د غلام سخي په نامه یوه عیني شاهد ویلي ''دا یو ډېر زورور برید و. په برید کې درې ولسي و ګړي وژل شوي، یو سړی، یوه ښځه او یو ماشوم. دوه مړي لاهم تر ګاډو لاندې دي.''

خو د کابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل:''په ننني برید کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته تلفات اوښتي، خو په اړه یې اوس معلومات ورکول تر وخت وړاندې خبره ده.''

ناټو ویلي، چې د کابل په ننني برید کې ددوی ځینې ګاډي سوځېدلي دي.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وسله وال بریدونه ډېر شوي.

پر تېره پنجشنبه، طالبانو وویل چې د کندهار د برید ترشا ددوی لاسونه وو.

د پنځمې حوزې په دې اړونده سیمه کې د پېښې یوه عيني شاهد بي بي سي ته وویل:''له برید سره سم یو پر موټر سایکل سپور سړی ولوېد او یو پولیس ووژل شو. یو بل کس هم وژل شوی.''

Image caption د کابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل:''په ننني برید کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته تلفات اوښتي، خو په اړه یې اوس معلومات ورکول تر وخت وړاندې خبره ده.''

برید داسې مهال شوی، چې د ولسي او مشرانو جرګې غړو څلور کاله وړاندې په بغلان کې د جرګې د وژل شوو غړو د ویر په مناسبت دارالامان ماڼۍ ته څېرمه غونډه کوله.

''ځانمرګې'' ښځه

بل خوا د کونړ په مرکز اسعداباد کې يو بل ځانمرګی شوی دی ويل کېږي دغه بريد يوې ښځې کړی.

ځايي چارواکي وايي په برید کې د ملي امنیت درې ساتونکي او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

او د افغانستان له سويل ختيځ خوست ولايت نه راپورونه وايي چې دغلته وسله والو کسانو پنځه کسه وژلي دي.

پېښه د خوست د لګڼو په سيمه کې شوې او ځايي چارواکي وايي چې وژل شوي ملکي وګړي دي.

ورته مطالب