سيمين بارکزۍ په ۱۸ ورځ د لوږې اعتصاب مات کړ

سمين بارکزۍ
Image caption د ولسي جرګۍ د ودانۍ په خوا کې د دې کېږدۍ د اکتوبر په څوارلسمه شپه امنيتي ځواکونو ونړوله.

د ولسي جرګې له غړيتوبه اېستل شوې، سيمين بارکزۍ وروسته له اتلسو ورځو د نه خوړو اعتصاب مات کړ. دې خپل اعتصاب د چارشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د پخواني مشر صبغت الله مجددي په غوښتنه پای ته ورساوه.

مېرمن بارکزۍ وروسته له هغه د لوږې اعتصاب پيل کړ چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دې په ګډون د ولسي جرګې نهه غړي بې اعتباره اعلان کړل.

سيمين بارکزۍ د ټاکنو کمېسيون د دغې پرېکړې په اعتراض کې د ولسي جرګې ودانۍ ته څېرمه يوه کېږدۍ ووهله چې د دې د اعتصاب په دولسمه ورځ د دې په ملاتړ بله کېږدۍ هم ودرېدله.

په دويمه کېږدۍ کې هم يو شمېر کسانو د دې په ملاتړ د نه خوړو اعتصاب پيل کړ چې ورځ په ورځ يې د اعتصاب کوونکو شمېر ډېرې ده.

افغان امنيتي ځواکونو د مېرمن بارکزۍ کېږدۍ وروسته له د اکتوبر په څورالسمه شپه ونړوله چې د انتخاباتو کمېسيون وويل د جرګې له غړیتوبه د دې د اېستلو پرېکړه يې سمه وه.

مېرمن بارکزۍ امنيتي ځواکونو د سردار محمد داود خان روغتون ته ولېږدوله.

هغه کسان چې د دې په ملاتړ يې اعتصاب کړی وو، په هماغه شپه خپلو، خپلو کورونو ته ولېږدول شول.

خو په روغتون کې هم دې د لوږې اعتصاب ته ادامه ورکړه او بلاخره په اتلسمه ورځ يې د صبغت الله مجددي په غوښتنه خپل اعتصاب پای ته ورساوه.

اغلې بارکزۍ خپل اعتصاب په سوپ ( يو ډول ټينګه مايع ده چې د چرګ ميده کړې غوښه هم ورسره ګډه وي) مات کړ.

د تېر کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ټګيو او برګيو په اړه ډېرې اوازې وې او له همدې امله د دغو درغليو د سپيناوي لپاره د ولسمشر په لارښوونه يوه ځانګړې محکمه جوړه شوه.

د دغې محکمې څو مياشتنيو پلټنو او پايلو وښوده چې د ولسي جرګې له ۶۰ زيات غړي بايد بدل شي، خو بلاخره له ډېرو جنجالونو او ناندريو وروسته د پرېکړې واک بيا د انتخاباتو کمېسيون ته ورکړل شو.

د ټاکنو کمېسيون ولسي جرګې ته د بريالي شويو کانديدانو له مېنځه يوازې نهه کسه بې اعتباره اعلان کړل، چې سيمين بارکزۍ هم په کې وه.

ورته مطالب