امريکا: طالبان دې يا سولې ته راگډ شي يا به ورسره جنگيږو

کرزى له کلنتن سره
Image caption ولسمشر کرزي د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وليدل

کابل ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کې د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنتن پر ولسمشر حامد کرزي ټينگار وکړ چې له طالبانو سره د خبرو هلو ځلو ته دوام ورکړي .

ميرمن کلنتن وويل طالبان د افغانستان د سوله ييز راتلونکي برخه گرځيدلى شي او که دا لار غوره نه کړي نو ورسره به جنگيږو.

هيلرې کلنتن وويل موږ پر طالبانو فشار ډيروو .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې په کابل کې د خبرو پر وخت غوښتنه وکړه چې د امريکا ، پاکستان او افغانستان ترمنځ دې نوې ملگرتيا پيدا شي چې له باغيانو سره مبارزه وکړي.

امريکايي مامورين وايي ميرمن کلنتن د دغه سفر په ترڅ کې دا هڅه هم کوي چې افغانان په دې قاتع کړي چې واشنگټن يې ملگرتيا ته ژمن دى.

اړيکي

امريکا غواړي چې په ٢٠١٤ کال کې خپل سرتيري له افغانستانه وباسي او امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.

ميرمن کلنتن په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وليدل ، دا به وروسته پاکستان ته سفر کوي او د منځنۍ اسيا دوو افغان گاونډيو ته هم ورځي.

په پاکستان کې به له ميرمن کلنتن سره د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې يا سي اى اې مشر ديويد پيترياس او د امريکا د پوځ لوى درستيز جنرال مارتين ديمپسي هم ملگرى وي.

دم گړۍ د افغانستان ، پاکستان او متحدو ايالاتو اړيکي سره ترينگلې دي.