کابل کې نوې جبهې "ستراتيژيک تړون" وغاندۀ

کابل
Image caption لاريون کوونکي تر نورو ورته مظاهرو منظم ښکاريدل

د دوشنبه په ورځ ( د اکتوبر ٢٤) کابل کې ترسره شوى لاريون چې په افغانستان کې تر نورو ډيرو هغو خورا منظم ښکاريدۀ گډونوالو يې تر ډيره په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول او له افغانستانه يې د دغو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

لاريون کوونکو چې ډير يې ديني عالمان ، د پوهنتونونو محصلين او د جهادي تنظيمونو پخواني غړي وو په افغانستان کې يې د امريکا د دايمي اډو د جوړيدو سره مخالفت ښوولو. هغوى د هغو ولسي وگړو تصويرونه هم له ځانونو سره ليږدول چې په تيرو لسو کالو کې د دوى په وينا د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې وژل شوي وو.

په دغې اعتراضيه غونډه کې د عالمانو هغه فتوى چې د بهرنيو ځواکونو پر ضد ورکړل شوې د مولوي نورالدين له خوا ولوستل شوه.

(( که چيرته څوک له زموږ نه وغواړي موږه هرې قربانۍ ته چمتو يوو ، موږ به ملا عمر ته هم ورشو او عذر به ورته وکړو کرزي ته به هم ورشو . خو زموږ شرط دا دى چې بهرنيان دې ووځي . ))

د دغې جبهې د رهبرۍ د شورا غړى حاجي فريد وايي ، د هغه په وينا هيڅوک هم په دې برخه کې افغانانو ته د ضمانت ورکولو جوگه نه دى.

اسلامي کنفرانس

د ملي وحدت د جبهې يو بل غړى او پخوانى جهادي مشر احمد شاه احمد زى بيا د لويديځو ځواکونو پر ځاى د اسلامي کنفرانس د غړو هيوادونو نه غوښتنه وکړه چې خپل ځواکونه دې افغانستان ته وليږي.

ښاغلي احمدزي د افغان دولت له خوا د روغې جوړې تگلاره ناکامه وبلله او ويې ويل دوى چمتو دي چې د دولت او مخالفو وسله والو ډلو تر منځ د جوړ جاړي هڅې پيل کړي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او د امريکا له متحده ايالاتو سره د ستراتيژيک تړون پر ضد مخالفتونه داسې مهال راپورته شوي چې ښايي په نژدې راتلونکې کې د دغه ستراتيژيک تړون د لاسليکولو په موخه په کابل کې لويه جرگه راوبلل شي.

خو لاريون کوونکو دغه جرگه او د هغې پريکړې ناقانونه بللې او ټينگار يې دا و چې په دې برخه کې دې د خلکو غوښتنې په پام کې ونيول شي.

د دغې جبهې غړي وايي چې دوى د افغانستان په ډيرو ولايتونو په تيره بيا په شمالي ولايتونو کې زيات پلويان لري او د دوى په وينا چې کيداى شي دوى د افغانستان په ټولو برخو کې سياسي نماينده گۍ هم پرانيزي .