ولسي جرگې د کرزي پر پاکستان پلوه دريځ نيوکه وکړه

ولسي جرگه
Image caption د ولسي جرگې ځينې غړي د افغان حکومت بهرنى سياست روښانه نه بولي

د افغانستان ولسي جرگې له افغان حکومته وغوښتل چې د خپل بهرني سياست کرښې دې روښانه کړي.

جرگه والو په دې تړاو پريکړه وکړه چې د گاونډيو هيوادونو په اړه د ولسمشر حامد کرزي د بهرني سياست په هکله به دوى افغان حکومت ته په ليکلې بڼه مکتوب هم واستوي.

دغه څرگندونې د پاکستان له يو ټلويزيوني چينل سره د ولسمشر حامد کرزي له وروستى مرکې وروسته کيږي.

د پاکستان له جيو ټلويزيوني چينل سره د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ مرکې بيلابيل غبرگونونه راپارولي دي.

د افغانستان د ولسي جرگې د دوشنبې ( د اکتوبر ٢٤) غونډه هم تر ډيره همدغې موضوع ته بيله شوې وه.

په جرگه کې د کندهار ولايت استازې شکيبا هاشمي دغه شان څرگندونې د دغه هيواد په زيان وبللې او د هغې په باور له هغه چا سره خواخوږي کول چې ترهگر روزي د گټې پر ځاى تاوان ډير اړوي:

(( دغه شان څرگندونې زموږ د هيواد اقتصاد ته زيان رسوي ، نن مرستندويه هيوادونه هم په دې پوهيدلي چې د ترهگرۍ ځالې په پاکستان کې دي او که موږ د ترهگر هيواد سره تړاو ولرو ، نو زه فکر کوم چې مرستندويان به خپلې مرستې پر افغانستان بندې کړي .))

د ښاغلي کرزي په څرگندونو کې راغلي وو که چيرته امريکا او يا بل هيواد پر پاکستان بريد کوي نو افغانستان به د پاکستان په خوا کې ودريږي ، که څه هم د حکومت استازو ويلي دي چې د ښاغلي کرزي موخه د دغو څرگندونو نه د پاکستان ولس و ، خو بيا يې هم تاوده غبرگونونه پارولي دي.

بهرنى سياست

د دې تر څنگ ښاغلي کرزي پر همدغې مرکې کې تر ډيره د افغانستان په تړاو د پاکستان پر روان سياست نيوکې هم کړي خو رسنيو هغه نه دي راخيستي.

په ولسي جرگه کې تر ډيرو تودو خبرو وروسته د جرگې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل چې په دې اړه به افغان حکومت ته ليک واستوي او ترينه به وغواړي چې خپل بهرنى سياست روښانه کړي:

(( نن به د دولت د بهرني سياست په اړه يو مکتوب واستوو ، که څه هم پخوا مو هم دغه شان مکتوب ليږلى و ، يو ځلې به بيا په مکتوب کې ورته وليکو چې دغه شان ضد او نقيضې څرگندونې د هيواد په خير نه دي ، او د ملي شورا دنده ده چې په دغه شان حالاتو کې حکومت ته سپارښتنې وکړي او په دې تړاو به يو قانون هم تصويب کړو .. ))

د ښاغلي کرزي په وروستيو څرگندونو ځينو شنونکيو هم نيوکې کړي چې گواکې افغان دولت له يوې خوا له نړيوالې ټولنې غواړي چې پر پاکستان فشارونه زيات کړي چې اورپکې ډلې دغلته وځپل شي او له بله پلوه نيغ په نيغه د دغه هيواده د ملاتړ ټټر وهي.

يو شمير نور کتونکي بيا وايي چې ښايي ښاغلي کرزي غوښتي وي په دې توگه د پاکستان هغه غصه سړه کړي چې له هند سره يې د ستراتيژيک تړون په لاسليکولو راپارولي وه.

سره له دې چې د امريکا او پاکستان تر منځ وروستۍ ناندرې تر دې بريده رسيدلي چې د پاکستان په خاوره کې د امريکا د پوځي عملياتو امکان يې هم ډير کړى ، خو تر ډيره د پوځي شنونکو باور دا دى چې په اوسنيو شرايطو کې دغه څه له امکانه لرې ښکاري.