کابل: د بې سرپرته ماشومانو شميره مخ په زياتيدا دى

افغان يتيم
Image caption د اټکلونو له مخې څه باندې يو نيم ميليون افغان ماشومان سرپرست نه لري

افغان حکومت وایي د بې سرپرسته ماشومانو د پالنې مرکزونو ته د ورتلونکو ماشومانو شمیره له یو نه بل کال ته په زیاتیدو ده. چارواکي د دې دلیل په هیواد کې د جګړې دوام او د کورني تاوتریخوالي له کبله د پراخ شمیرکورنیو پاشل کیدل بولي.

په دغو مرکزونو کې ماشومانو ته په خوړو ، جامو او زده کړو سربیره حرفوي روزنه هم ورکول کیږي.

په افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وایي دا مهال په هیواد کې د بې سرپرسته ماشومانو د پالنې شاوخوا ۷۰ حکومتي او ناحکومتي مرکزونه فعالیت کوي چې څه باندې ۱۳ زره ماشومان پکې راټول دي.

که څه هم دا په دغه جګړه ځپلي هیواد کې د يو اعشاريه شپږ ميليونه یتیمانو له منځه ناڅيزه شمیره ده خو چارواکي له کوڅې نه ان د یو ماشوم پورته کول او هغه ته سمه روزنه ورکول ارزښتناک ګام بولي.

ارزو چې پلار یې په جګړه کې مړ شوی او مور یې د خپلې بیوزلۍ له مخې هغه په ماشومتوب کې همدغه مرکز ته سپارلې ، دا د خپل ژوند لپاره ډير مناسب ځای بولي.

د ځانګړې قانوني مقررې نشتوالی

د ارزو له دغه ډاډ سره سره د دغو مرکزونو د فعالیت د څرنګوالي په اړه د ځانګړې قانوني مقررې نشتوالی ، لا هم په دغو مرکزونو کې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب له اړخه اندیښنه بلل کیږي.

خو په افغانستان کې د دغو مرکزونو عمومي ریس سید عبدالله هاشمي وایي د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر دا راز یوې مقررې کار کوي او د دۀ په وينا به له دې سره په دغو مرکزونو کې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه ټولې اندیښنې ختمې شي.

د پالنځایونو د مقررې هدف دا دی چې د حکومتي پالنځایونو تر څنګه د خصوصي پالنځایونو د کار او فعالیت چوکاټ او مسوولیتونه هم معلوم شي.

په دغه مقرره کې به له خوراک څښاکه نیولې د ماشومانو د زده کړو تر څرنګوالي پورې ټول مسایل شامل وي.

له لویه سره هدف دا دی چې په دغو مرکزونو کې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب قانوني ضمانت وشي.

ځانګړی پام

د افغانستان د بشري حقونو سازمانونه هم د دغو پالنځایونو د فعالیت ملاتړ کوي خو وایي د هیواد په کچه د ټولو بې سرپرسته ماشومانو لاسنیوی د حکومت له وسې وتلې خبره ده او پکار ده چې نړیواله ټولنه هم دغې ستونزې ته ځانګړی پام وکړي.

په افغانستان کې د بې سرپرسته ماشومانو د پالنې لومړنی مرکز له اوس نه ۳۰ کاله وړاندې د هغو ماشومانو د روزنې او پالنې په موخه په کابل کې جوړ شو چې جګړې یې میندې او پلرونه ترې اخیستي و.

وروسته ورو ورو دغه مرکزونه د افغانستان ولایتونو ته هم وغځیدل او په تیرو لسو کلونو کې په حکومتي مرکزونو سربیره د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د مرستندویانو پر مټ چلیدونکي ورته ګڼ شمیر خصوصي مرکزونه هم رامینځ ته شول.

خو په هیواد کې د بې سرپرسته ماشومانو د ستونزې پراختیا ته په کتو د دا ډول لسګونو مرکزونو پر ځای د سوونو هغو اړتیا ده چې سمبالول یې پراخو مالي امکاناتو ته اړتیا لري.