مک کرستيل د کرزي په بلنه افغانستان ته ځي

مک کرستيل
Image caption مک کرستيل چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومندان و له افغان چارواکو سره يې خورا خوږې اړيکې لرلې

راپورنه وايي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مخکنی قومندان راتلونکې مياشت کابل ته د افغانستان په بلنه ورځي.

جنرال سټېنلي مک کرسټل د ۲۰۱۰ کال په نيمايي کې ولسمشر اوباما په ناڅاپي ډول له خپلې دندې لرې کړ او پر ځای يې جنرال ډېوېډ پېټريوس وګوماره.

ويل کيږي چې ښاغلي مک کرسټل له افغان چارواکو نژدې اړيکې لرلې.

راپورونه وايي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مخکنی قومندان جنرال سټېنلي مک کرسټل په راتلونکو څو اوونيو کې افغانستان ته ځي.

ده ته افغان ولسمشر حامد کرزي د ورتلو بلنه ورکړې ده.

جنرال مک کرسټل په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان په توگه د دندې د ترسره کولو په وخت د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون له جګپوړو چارواکو سره نژدې اړيکي لرل او څو څو ځله يې ولایتونو ته ورسره ګډ سفرونه کړي دي.

دا له هغه وروسته افغانستان ته د ښاغلي مک کرسټل لومړی سفر دی چې ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۰ کال په نیمايي کې په ناڅاپي ډول دى په افغانستان کې له دندې گوښه کړ.

سلا مشورې

مک کرستل د رولنګ سټون له مجلې سره په مرکه کې د ولسمشر اوباما د ادارې په اړه داسې څه ويلي وو چې د ښاغلي اوباما نه وخوښ شوي.

دی له ۲۰۰۹ نه د ٢٠١٠ کال تر نيمايي په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر قومندان وو.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اوسني قومندان جنرال جان الن، دغلته د امريکا سفير ريان کراکر او د سپينې ماڼۍ چارواکو افغانستان ته د ده له ورتګ سره مخالفت نه دی کړی.

راپورونه وايي چې افغانستان ته د ورتلو د بلنې له منلو وړاندې ښاغلي مک کرسټل له امريکايي چارواکو سره سلا مشورې کړي دي.

امريکايي چارواکو رسنيو ته ويلي چې کابل ته د ښاغلي مک کرستيل سفر به د هغه، ولسمشر کرزي او د ولسمشر اوباما د ادارې لپاره ګټور پرېوځي.

کتوونکي فکر کوي چې ښايي امريکا په دې ډول غواړي په غير رسمي ډول له افغان حکومت سره د اړیکو يوه بله لار هم ولري.

تر دې وړاندې د امريکا يوه سناتور جان کېري دغه رول لوبولی دی.

جان کېري هغه څوک وو چې په ولسمشر حامد کرزي يې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټاکنو د دويم پړاو ترسره کېدل ومنل.

خو په دويم پړاو کې د ولسمشر کرزي سيال عبدالله عبدالله له سيالۍ شاته شو.