کرزی د درې اړخیزې غونډې لپاره ترکیې ته ولاړ

کرزی
Image caption افغان پلاوی به له درې اړخیزې غونډې یوه ورځ وروسته د استانبول په غونډه کې برخه واخلي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په استانبول کې د ترکیې او پاکستان له ولسمشرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته ولاړ.

په دغه غونډه کې به افغان پلاوی د سيمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان له چارواکو سره د اړیکو د پیاوړتیا او له وسله والو مخالفینو سره د افغان حکومت د روغې جوړې په طرحې خبرې وشي.

د افغانستان، پاکستان او ترکيې د استازو ترمنځ دری اړخیزه غونډه به د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه په ترکیه کې جوړه شي.

په دغه غونډه کې به له افغان لوري، ولسمشر حامدکرزی او د کابینې یوشمېر غړي ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي له دې پرته چې په دې اړه نور جزییات وړاندې کړي، ويي ویل، چې په دغه غونډه کې به افغان پلاوی له پاکستانه وغواړي، چې له ترهګری سره په ګډه مبارزه کې ريښتنی و اوسي:

''د اوسنیو اړیکو او اوسنیو ګډو همکاریو په اړه د هېوادونو ترمنځ دغه بېلابېلې نظريې او موضوعات څېړل کېږي. د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ته په کتو په دغو غونډو کې به د خبرو او نظريو محورونه بېلابېل وي. لکه څنګه چې تاسې خبر یاست، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اصلي موخه، د ترهګرۍ پروړاندې د ريښتينې مبارزې اړتیا ده او د دې ترڅنګ دسیمې اقتصادي وده او پرمختیا ده.''

خو د رپوټونو له مخې په دغه غونډه کې به افغان او پاکستانی لوری تر ډېره له وسله والو طالبانو سره په روغې جوړې او په دولت کې د دغې ډلې د برخې ورکولو په اړه خبرې وکړي.

Image caption وړاندې ترکیې ویلي وو چې پخپل هېواد کې وسله والو طالبانو ته سیاسي دفتر ورکړي.

ترکیې تر دې مخکې ويلي و، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره د منځګړیتوب په توګه مرستې ته چمتو ده.

ترکيې دا هم ویلي و، چې چمتو ده، پخپل هېواد کې د وسله والو طالبانو لپاره سیاسي دفتر جوړ کړي.

افغان پلاوی به له درې اړخیزې غونډې یوه ورځ وروسته د استانبول په غونډه کې برخه واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د سيمې د اړیکو پیاوړتیا او د افغان دولت د سولې د بهیر په اړه خبرې د دغې غونډې اصلي موضوع ګانې دي.

د افغانستان په ګډون د سيمې د ۱۴ هېوادونو استازي به په دغه غونډه کې برخه واخلي.

ورته مطالب