کندهار کې موټربم چاودنې پنځه افغانان ووژل

کندهار
Image caption د کندهار یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې په دې برید کې درې کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي، چې یو پکې نیپالی ساتونکی دی.

په کندهار کې د آی آر ډي پر یوه سیمه ییز دفتر وسله والو طالبانو ډله ییز برید کړی چې له کبله یې د یوه پولیس په ګډون پنځه افغانان ووژل شول او پنځه کسه نور ټپیان شول.

د کندهار امنیتي چارواکو ویلي، په وژل شوو کې درې د UNHCR افغان کار کوونکي او یو پولیس دی او په ټپیانو کې یو نیپالی ساتونکی او څلور افغانان دي.

د برید انځوریز راپور وګورﺉ

برید نن سهار (دوشنبه، د اکتوبر ۳۱مه شاوخوا شپږ بجې هغه مهال پیل شو، چې درو په وسلو سمبالو ځانمرګو برید کوونکو له چاودېدونکو توکو ډکه مازدا د یونما دفتر مخې ته والوځوله.

په یوه بل راپور کې راغلي چې یوه چاودنه د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یا UNHCR دفتر څنګ ته شوې ده.

په کندهار کې سیمه ییز خبریال مامون دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون پر کرښه وویل، چې دوه برید کوونکي حیواني کلینیک ته تر ننوتلو وروسته له پولیسو جګړه پیل کړه.

آی آر ډي یا International Relief and Development د امریکا د متحده ایالاتو نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) چارې پرمخ وړي.

د کندهار یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې په دې برید کې درې کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي، چې یو پکې نیپالی ساتونکی دی.

سرچینې وویل، چې ټول وژل شوي ولسي وګړي دي.

خو یوې بلې سرچینې وویل، چې شپږ کسه ټپیان شوي، چې درې پکې پولیس دي.

وسله والو طالبانو ددې برید د پړې منلو ترڅنګ ادعا کړې، چې اته بهرنیان یې وژلي، خو دا ادعا د کومې رسمي سرچینې له خوا نه ده تایید شوې.

د کندهار دا برید د کندهار ښار په یوه داسې سیمه کې شوی، چې ډېرې دولتي ودانۍ، بهرنۍ مؤسسې او د ملګرو ملتونو دفترونه پکې پراته دي.

Image caption پر تېره شنبه په کابل کې ځانمرګي برید د ۱۳ نړیوالو سرتېرو په ګډون ۱۷ کسان ووژل.

د تېرې شنبې پر ورځ په کابل کې یوه ځانمرګي برید د ایساف ۱۳ سرتېري او څلور ولسي وګړي ووژل.

په وژل شوو بهرنیو سرتېرو کې امریکایان، برتانویان او کاناډايان هم وو.

او د تېرې جمعې پر شپه هم وسله والو د کندهار پر پي آر ټي (ولايتي بیارغاونې) پر ودانۍ برید وکړ، چې لږترلږه څلور کسه پکې ووژل شول.

په وژل شوو کې یو افغان ژباړن، یو پولیس او یو د ملي اردو سرتېری و.

ورته مطالب