''تر ۲۰۲۵ به د افغانستان وګړي دوه برابره شي''

افغان ماشوم
Image caption افغانستان د اسيا په هغو هېوادونو کې راځي چې د وگړو شمېر يې په بيړه مخ په ډېرېدو دى.

ملگرو ملتونه وايي چې د اکتوبر پر ۳۱مه د نړۍ د وګړو شمېر ٧ میلیاردو کسانو ته ورسېد.

ملگرې ملتونو له پخوا وړاندوينه کړې وه چې نن ورځ به د نړۍ نفوس يانې د وگړو شمير ٧ میلیاردو کسانو ته ورسيږي چې د نړۍ په څرگند تاريخ کې د مځکې پر کره د انسانانو تر ټولو ستره شميره جوړوي، اړوندې سرچينې وايي چې افغانستان هم يو له هغو هېوادونو دى چې د وګړو د شمېر کچه يې په بيړې سره مخ پورته روانه ده.

چارواکي وايي چې تر ٢٠٢٥ کال پورې به د افغانستان د وگړو شمېر چې شاوخوا ٢٥ ميلیونه اټکل شوى دى نژدې دوه برابره شي.

افغانستان يوه دوديزه ټولنه ده او ډېر ماشومان په کې د وياړ نښه بلل کېږي.

د ننگرهار يو پيژندل شوى قامي مشر حاجي فيض الله عمر يو داسې کس دى چې نژدې ۴۰ لوڼې او زامن لري او لمسيو شمېر يې تر ۵۰ اوښتى دى.

د سکې یو مخ

د ننگرهار قامي مشر فيض الله عمر د خپلو ماشومانو په اړه غږيده خو دا د سکې يو مخ دى، په افغان چاپيريال کې له ماشومانو سره ډير زړه چاودون ميندې کوي.

دا به د ښاغلي عمر له مېرمنې واورو چې زموږ همکارې ماريا صديقي ورسره مرکه کړې ده او په پيل يې ترې د اوسېدو د چاپېريال د څرگنوالي په اړه پوښتنه کړې ده.

خو ټولې گڼ وگړيزې کورنۍ داسې نه دي چې په اسانتيا سره دې ماشومان وروزي او هغوى دې د لوړو زده کړو تر کچې ورسوي د پکتيا په سيد کرم ولسوالۍ کې د يوې گڼې کورنۍ پلار ٧٠ کلن محمد يعقوب وايي چې له ډېرو ماشومانو سره ډېرې ستونزې تړلې دي.

افغانستان هم د اسيا په هغو هېوادونو کې راځي چې د وگړو شمير يې په بيړه مخ په ډېرېدو دى.

Image caption د افغانستان په څېر هېوادونو کې د کال په کچه د يو ميلیون وگړو ډېرېدل د اندېښنې وړ بلل کېږي.

د ملگرو ملتونو د وگړو صندوق يانې يو اين ايف پي اى وايي چې د افغانستان په څير هيواد کې د وگړو بې خرته ډيريدل به راز راز ستونزې ولري په ځاگنړي ډول وايي په داسې حالت کې ماشومان او په ځانگړې ډول نجونې تر ډيره د پوهنې له نعمته بې برخې کيږي.په کابل کې ددغې ادارې مرستيال يونس پاياب پر همدې اړه څرگندونې لري.

د افغانستان په څېر هېوادونو کې د کال په کچه د يو ميلیون وگړو ډېرېدل د اندېښنې وړ بلل کېږي، خو د ملگرو ملتونو د وگړو صندوق وايي چې په يو شمېر هېوادونو کې بيا کورنۍ تر اړينې کچې ماشومان نه زيږوي چې هلته بيا اندېښنه د بشري ځواک د کمېدو ده، روسيه ،جاپان، او کاناډا له همدغه راز هېوادونو څخه دي.

ورته مطالب