افغان او پاکستاني مشران په ترکيې کې جرگه شوي

استانبول
Image caption ولسمشران کرزى او زرداري په استانبول کې کرۍ ورځ په خبرو تېروي.

نن ( سه شنبه د نومبر لومړۍ) ترکيه د پاکستان او افغانستان ولسمشران او پوځي مشران سره کښينولي چې د دواړو گاونډيو هيوادونو ترمنځ شته بې باوري ختمه کړي.

دا شپږم ځل دى چې ترکيې د افغانستان او پاکستان مشران سره يو ځاى کړي دي.

تر دغې غونډې وروسته به په افغانستان کې د امنيت په باب لا پراخ کانفرانس هم په استانبول کې کيږي چې اوه ويشت سيمه ييز او ملاتړي هيوادونه پکې گډون کوي.

په استانبول کې د بي بي سي خبريال جانتن هيډ وايي که چيرې نړيوالو کانفرانسونو د امنيت ضمانت کولى شواى نو لا پخوا به افغانستان کرار او امن واى.

په ٢٠٠١ کال کې له کابله د طالبانو له ايتسلو راهيسته تر اوسه شاوخوا دولس دغه ډول نړيوال کانفرانسونه شوي دي.

خو په افغانستان کې امنيتي وضعيت لا هم دومره په مات پاڼ ولاړ دى چې ډير ليږ هيوادونه په دې باور دي چې که د ناټو په مشرۍ نړيوال ځواکونه په ٢٠١٤ کال کې له افغانستانه ووځي نو افغان پوځ او پوليس دې امنيت وساتلى شي.

اغيزمن ديپلوماتيک ځواک

په افغانستان کې د ناټو په ځواکونو کې د ترکي عسکرو نډه هم خورا ډيره ده او دغه هيواد ورځ په ورځ لا ډير په اغيزمن ديپلوماتيک ځواک بدليږي.

ترکيه هيله منه ده چې له افغانستان او پاکستان سره يې نژدې اړيکي به دوى وتوانوي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پيدا شوې بې باوري ختمه کړي.

ولسمشران حامد کرزى او اصف علي زرداري له خپلو پوځي او استخباراتي مشرانو سره د استانبول په يوې بندې خونې کې کرۍ ورځ تيروي چې خپل منځي اختلافونه ورک کړي.

افغانستان له ډيره وخته پر پاکستان تور لگولى چې له طالبانو سره تړليو اورپکو ته يې په خپل کور کې ځاى ورکړى دى، پاکستان بيا د افغانستان او هند ترمنځ په دې وروستيو کې له لاسليک شوي ستراتيژيک تړونه خوښ نه دى.

د دغو روانو خبرو اترو پر اغيزمنتيا شکونه شته ځکه چې په تيرو پنځو دغه ډول ناستو کې ډير څه نه و ترلاسه شوي.

خو داسې ښکاري چې پرله پسې او نه ستړې کيدونکې خبرې هغه يوازينى پاتې تاکتيک دى چې افغانستان پر خپلو پښو باندې درولو ته چمتو کولى شي.