د کابل ښار د نفوسو په ډيريدا اندېښنه وښوول شوه

کابل
Image caption ښاروالۍ ته ويل شوي چې د کابل نفوس ډير شوى او دغلته د ژوند اسانتياوې ښې نه دي

کابل ښاروالي په دغه ښار کې د نفوس د ډېروالي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي د دغې ستونزې د هواری لپاره به د کابل ښار د خبره ګانو شورا په خپلواکه او رضاکاره توګه ښاروالی ته سلا مشوره ورکوي.

د یادې شورا یوشمېر غړي په کابل ښار کې د نفوس ډېروالی یوه جدي ستونزه بولي او وايي، چې د دغو ستونزو د هواری لپاره باید د حل لار وموندل شي.

د کابینې یوشمېر غړي، د کابل پوهنتون استادان، یوشمېر سیاسي او ادبي څېرې د دغې شورا غړي دي.

کابل ښاروالي وايي، په دغه ښار کې د نفوس ډېروالی په جدی ستونزه بدل شوی چې ښاري خدمتونه يي له ستونزو سره مخامخ کړي.

کابل ښاروال انجنیر محمدیونس نواندېش د پنجشنبې په ورځ ( د نومبر ٣) د خبره ګانو د شورا په څلورمه غونډه کې د یادې ستونزې سربېره ځینو نور ستونزو ته هم اشاره وکړه.

کابل ښاروال زیاته کړه چې د یادې ستونزې د هواری لپاره به د خبره ګانو له شورا سره سلا مشوره کوي.

بل خوا د امنیتي مسوولیتونو د لېږد د بهیر مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی، چې د خبره ګانو د شورا غړی دی، د کابل ښار په روانو ستونزو اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي وویل چې د کابل ښار د ستونزو د معلومولو لپاره باید لومړی دغه ستونزې روښانه شي، له هغه وروسته بیا ورته د هواری یوه منظمه لاره ورته پیدا کړو.

کابل ښار چې د یو میلیون وګړو د اوسېدو لپاره پلان شوی و، خو اوس مهال يي د اوسېدونکو شمېر پنځه میلیون وګړو ته رسیږي.

په دغه ښار کې د نفوس ډېروالي په ټوله کې په یوه جدي ستونزه بدله شوې.

د لوړپوړو ودانیو ،د بی کفیته ودانيو، د سړکونو خرابوالی او د کانالزسیون د سیستم نشتوالی هغه ستونزې دي، چې هم د دغه ښار اوسيدونکي او هم چارواکي يي اندېښمن کړي دي.