ملا عمر: د مسايلو حل ته په افهام او تفهيم باور لرو

ملا عمر
Image caption ملا عمر په دې پيغام کې دوه مهمې خبرې کړي چې د مسايلو حل لاره يادول او د ملکي وگړو د وژنې مخنيوى دى

د ملا محمد عمر له خوا خپور شوى دغه پيغام دوو مهمو برخو ته اشاره کوي.

يو دا غواړي ووايي چې د جگړې حل لاره شته او بل هم د ملکي وگړو د وژنو خبره چې په دې دواړو برخو کې پر وسله والو طالبانو نيوکې ډيرې شوې وې.

خو په دې پيغام کې د بن راتلونکى کانفرانس بې ځايه بلل شوى دى او د بهرنيو ځواکونو ژر تر ژره وتل يې غوښتي دي.

ملا عمر ټينگار لري چې دوى بل چا ته ضرر پېښول نه غواړي او وايي تل يې د مسايلو حل ته د افهام او تفهيم لاره غوره بللې ده.

په خبرپاڼه کې د طالبانو استازو ته لارښوونه شوې ده چې: " ټولو هیوادونو سره د ملي او اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ځان پوه کړي او داسلامي امارت پالیسي او دریځ په صحیح توګه دنیاوالو ته ورسوي. "

نور سپيناوى نشته ښايي دا نظر پيدا شي چې تر اوسه شايد د طالبانو په استازيتوب خلکو د دوى له دريځه نړيوال سم نه دې خبر کړي.

خو د مسايلو د حل لارې لپاره پر افهام او تفهيم ټينگار ښايي دا هيله پيدا کړي چې طالبان د سولې له خبرو سره مخالفت نه لري.

په پيغام کې د ملکي وگړو د تلفاتو مساله هم ياده شوې ده.

په تيرو پيغامونو کې هم د ملکي وگړو د تلفاتو په باب ملا محمد عمر له خپلو وسله والو غوښتي و چې د ملکي وگړو د وژنې مخه ونيسي خو د بشري حقونو ادارې وايي چې په هغو غوښتنو عمل نه دى شوى.

د ملا عمر په پيغام کې له خلکو غوښتل شوي چې که په کليوالو سيمو کې د دوى وسله وال بريد کوي نو دوى دې هلته تگ و راتگ نه کوي.

په اعلاميه کې دا نه دي ويل شوي چې طالب وسله وال دې له کليوالو سيمو بريد نه کوي.

خبرپاڼه له وسله والو طالبانو غواړي چې که يې ملکي وگړو ته تاوان اړولى نو مشرتابۀ ته بايد خبر ورکړي.

د ځانمرگو بريدونو، ماينونو او نورو بريدونو پر وخت د ملکي وگړو د تلفاتو په برخه کې د ملا عمر پيغام غوښتنه لري چې د دۀ وسله وال دې انکار نه کوي او که ثابته شي چې نو عاملينو ته يې بايد د دۀ په وينا شرعي سزا ورکړل شي او د قربانيانو وارثينو ته د ننواتي، عذر او خوشالولو په برخه کې پريکړه وشي.

پيغام دا نه وايي چې په هغو سيمو کې چې د دوى وسله وال ښکاره نه شي گرځيدلى څرنگه به د ځانمرگو بريدونو د قربانيانو وارثينو ته ننواتى کيږي.

خو د ملا عمر پيغام هغو کسانو ته له دندو د ليرې کولو گواښ کوي چې په پرله پسې توگه د ملکي وگړو د وژنې سبب کيږي.