پاکستان د لومړي ځل لپاره افغان پوځيان روزي

پاکستاني پوځيان د انځور حقوق Reuters
Image caption د پاکستان پوځ له ډېرې مودې راهیسې د افغان پوځيانو روزنې ته لېواله و.

تر دې وړاندې د پاکستان ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې تر دې وروسته به د افغان ځواکونو په روزنه کې پاکستان هم ونډه واخلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ددغه تړون د نورو جزییاتو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې دا تړون د درېواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو او لویو درستیزانو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

ددې تړون له مخې به ددېواړو هېوادونو د پوځي روزنې او مانورو ترمنځ همکاري کېږي.

د استانبول په غونډه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ ددرې اړخیزې غونډې د موافقې له مخې پاکستان د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ننه افغان پوځيان روزي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، که څه هم ددې تړون نور جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو ددرېواړو هېوادو د پوځي همکاریو لړۍ به پیلېږي.

نوموړی وايي چې په راتلونکې کې به د دغو هېوادونو ګډې مانورې هم پیل شي:

''په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ دوه تړونونه وشول. د درېواړو هېوادو د کورنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د پولیسو د روزنې په اړه موافقه لاسلیک شوه. ''

وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو رسنیو ته ویلي وو چې د استانبول په تړون کې د درېواړو هېوادونو ګډې مانورې او د یو بل د ځواکونو روزنې ته اشاره شوې ده.

د سرچینې په وینا، پاکستاني پوځيان به تر دې وروسته یو شمېر افغان پولیس او امنيتي سرتېري وروزي.

د پاکستان پوځ له ډېرې مودې راهیسې د افغان پوځيانو روزنې ته لېواله و.

خو تر اوسه افغانستان د پاکستان دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي پر افغان خاوره له پاکستاني لوري د توغندیزو بریدونو له کبله تړینګلي شوي دي.

Image caption پاکستان د اورپکو په ملاتړ تورن شوی خو پاکستان دا تورونه نه مني.

ددواړو هېوادونو اړيکي هغه مهال لانور هم ترینګلي شول، چې په کابل کې د کرزي د سولې مرکچي برهان الدین رباني د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.

''پخوانی دښمن''

خو د پاکستان ګاونډی او د پاکستان پخوانی ''دښمن'' هندوستان له افغان حکومت سره د افغان پوځيانو د روزنې موافقه کړې، چې له دې سره د پاکستان اندېښنه ډېره شوې ده.

د افغانستان دولت پاکستان د وسله والو طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې په ملاتړ تورنوي.

خو پاکستان بیا د واشنګټن او کابل له لوري پرې دغه لګول شوي تورونه نه مني.

ورته مطالب