کرزى د سارک له سرمشريزې پر امنيت مرسته غواړي

د سارک پخوانۍ غونډه
Image caption افغانستان د سارک غړيتوب په دې وروستيو کلونو کې موندلى دى

افغان ولسمشر حامد کرزی د چارشنبه په ورځ ( د نومبر نهمه) د سارک د غړو سرمشريزه کې د ګډون لپاره مالدیپ ته روان شو.

ټاکل شوې، د سارک د مشرانو اوولسمه غونډه د پنجشنبه په ورځ د ماديپ په پلازمېنه کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان ولسمشر به په دغه غونډه کې د افغانستان په امنیتي برخه کې له غړو هېوادونو څخه د مرستو غوښتنه وکړي.

سارک اته غړي لري، چې افغانستان يې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د اتم غړي په توګه ومنل شو.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، ولسمشر کرزی به د سارک په غونډه کې د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو مرستو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دغه دفتر وايي، افغان ولسمشر به د سویلي اسیا هېوادونو ترمنځ د امنیتي مرستو پر پراختیا هم ټینګار وکړي.

ښاغلی کرزی به د سارک د غونډې په څنډه کې له خپل مالدیپي سیال محمدنشید او د سارک د یوشمېر غړو هېوادونو له مشرانو سره دوه په دوه وګوري.

له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول او د ملي امنیت مرستیال رنګین دادفر سپنتا هم ملګري دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي د سارک په ټولنه کې د افغانستان غړيتوب ځانګړی اهمیت لري.

سارک یا د سويلي اسیا د همکاریو ټولنه په ۱۹۸۵ میلادي کال کې د سویلي اسیا د خلکو ترمنځ د مرستو د ډېروالي او د دوی د ژوند د ښه والي په موخه جوړه شوه.

هند، پاکستان، بنګله دېش، سرېلانکا، بوتان، مالدیپ، نیپال او افغانستان د سارک غړي هېوادونه دي.

د سارک په غړو هېوادونو کې نژدې يو نيم ميليارد خلک ژوند کوي.

همداراز نهه نور هېوادونه او ټولنې لکه ایران، چین، جاپان، سویلي کوریا، میانمار، استرالیا، موریشس، امریکا او اروپايي ټولنه د څارونکو په توګه په دغه ټولنه کې شتون لري.