کابل د سارک له نورو هيوادو سره د اورگاډي او سړک لار غواړي

کرزى
Image caption ولسمشر حامد کرزي په مالديپ کې د بيلا بيلو هيوادونو له مشرانو سره وکتل

افغان ولسمشر حامد کرزي، د سارک ټولنې د غړو هېوادونو د مشرانو د سرمشريزې ترڅنگ په جلا غونډو کې پر اقتصادي همکاريو خبرې کړي دي.

چارواکي وايي چې د مالديپ له ولسمشر محمد نشيد سره په خبرو کې دواړو لورو د سیمه يیزو همکاریو پر پراختیا، د سارک ټولنې د غړوهېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې او پانګونې او په دغو هېوادونو کې د هغې طبیعي انرژۍ په ځانګړې توګه د لمر د انرژۍ د کارونې په اړه خبرې وکړې چې چاپیریال ته زیان نه اړوي.

افغان او مالديپي ولسمشرانو د اورګادي له لارې د سارک ټولنې د غړو هېوادونو پر نښلولو او همدا راز د ځمکې له لارې له شمالي هندوستان، نیپال او بوتان سره د افغانستان پر نښلولو ټینګار وکړ.

حامد کرزي د سرېلانکا له ولسمشر مهیندا راجا پکسا سره هم د مالدیپ د اودوګن په ښار کې وکتل.

د افغان چارواکو په وينا حامد کرزي د سرېلانکا ولسمشر ته په افغانستان کې د تحصیلي بهیر او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او له هغه څخه یې وغوښتل چې سرېلانکا دې د افغانستان په خپل لګښت د طب، انجنیرۍ او په یو شمېر نورو برخو کې افغان ځوانان و روزي.

ويل شوي چې سرېلنکا د افغان ځوانانو د روزلو وړانديز منلى او د همکاريو ژمنه يې کړې ده.

کابل کې چارواکي وايي چې افغان ولسمشر د نیپال له لومړي وزير بابورام بهاترای سره هم وليدل.

ښاغلي کرزي په دغه کتنه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د سارک ټولنه ښه وسیله وبلله.

د نیپال صدراعظم د گرځندوى په برخه کې د نیپال او افغانستان ظرفیتونو ته اشاره وکړه او ويې ويل دواړه هېوادونه د توریزم په برخه کې او هم په نورو بیلابیلو برخوکې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

ولسمشر کرزى به د سارک په سرمشريزه کې غړو هيوادونو ته په افغانستان کې له امنيت سره د مرستې خبره هم کوي.