د کډوالو د ستونزو حل ته گډه تگلاره جوړه شوه

کډوال
Image caption د ملگرو ملتونه هيله دا ده چې د دوى نوې تگلاره به افغان حکومت په خپله ملي ستراتيژي کې ومني

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو عالي کمشنرۍ،افغانستان ،پاکستان او ايران د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو په موخه گډه تگلاره جوړه کړې ده.

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مشر ويلي دي چې په خپله خوښه د کډوالو راستندينه،تلپاتې ميشتېدنه او د کډوالو له کوربنو هيوادونو سره مرسته به د دغې تگلارې له منځپانگې څخه وي.

د يو ،اين،ايچ،سي،ار مشر انتونيو گوتيرس دا څرگندونې هغه مهال کړي چې له کندهاره کابل ته ستون شو،په کندهار کې د ياد شوي بنسټ درې تنه کارکونکي تيره اونۍ د يوه بريد په ترڅ کې وژل شوي وو.

د افغان کډوالو کوربانه هيوادونه له څو لسيزو راهيسې له ملگرو ملتونو او افغانستان سره د کډوالو په چارو کې مرسته کوي،خو ښکيلو غاړو تر دې مهاله د خپلو چارو لپاره کومه گډه تگلاره نه درلوده،چې له دې کبله کډوال له راز راز ستونزو سره لاس او گريوان پاتې شوي وو.

خو د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ يانې يو، اين، ايچ، سي، ار مشر انتونيو گوتيرس وايي اوس يې يوه داسې تگلاره جوړه کړې چې ملگري ملتونه افغانستان او د دغه هيواد دوه گاونډيان پاکستان او ايران به په کې ونډه لري.

(( يوه واحده تگلاره په گډه سره په يو،اين،ايچ،سي،ار کې برابره شوې ده،چې دا تگلاره به د نړيوال ملاتړ په موخه د راروان کال په پيل کې د يوې نړيوالې غونډې په ترڅ کې وړاندې کړو،د دغې تگلارې موخه يوازې په خپله خوښه د کډوالو راستنيدل نه دي ،بلکې په کور دننه د کډوالو تلپاتې مېشتېدنه، په افغانستان او بهر کې يې لاس نيوى او د کوربنو هيوادونو ملاتړ هغه خبرې دي چې په دغه تگلاره کې راغلي دي له دې سره به موږ په هغو مرستو وتوانيږو چې افغانان يې وړ دي ))

ستنېدنه

ملگري ملتونه داسې مهال د افغان کډوالو لپاره د تگلارې خبرې کوي چې د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د افغانستان څانگه وايي چې د تير کال په پرتله د افغان کډولو په بيرته ستنېدنه کې نژدې شپيته په سلو کې لږوالى راغلى دى، د دغې ادارې وياند نادر فرهاد يې لاملونه هم په گوته کوي:

((سږکال د کډوالو بيرته راستنېدنه د تير کال په پرتله نهه پنځوس سلنه کمښت په گوته کوي،دا چاره بيلابيل کورني او بهرني لاملونه لري،په دې کې د خو ځاى نشته چې د افغانستان په ځينو سيمو کې نا امني د راستنېدونکو لپاره يوه ستره ستونزه ده،بله دا چې کوم کډوال راستنېدل په تيره لسيزه کې راستانه شول،او کوم شمير کډوال چې پاتې دي ډير يې داسې وگړي دي چې په پاکستان کې يې تر پنځه ويشتو ډير کلونه تير کړي دي،دوى بايد پړاو په پړاو،او په خپله خوښه پريکړه وکړي.))

ملگري ملتونه له افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې دغه تگلاره د افغانستان د ملي ستراتيژۍ برخه وگرځوي.