دریو سیاسي څیرو دملي جبهې په نامه ایتلاف جوړ کړ

مشران
Image caption ضيا مسعود، جنرال دوستم او محمد محقق د دې نوې ټلوالې مهم غړي دي

په افغانستان کې دریو سیاسي څېرو په ګډه په هېواد کې د روان کړکېچ د هواری په موخه د افغانستان د ملي جبهې په نوم یو ايتلاف جوړ کړ.

د ولسمشر پخواني لومړي مرستيال احمد ضيا مسعود، د جنبش اسلامي مشر عبدالرشيد دوستم او د وحدت د ګوند مشر محمد محقق د دغه نوي ايتلاف مهم غړي دي.

د ايتلاف مشر احمد ضیا مسعود وټاکل شو.

د نوي ايتلاف غړو ادعا وکړه چې افغان حکومت له قانون څخه سرغړونه کوي.

پر همدې مهال دوی د یوې سیاسي ټولنې په جوړولو ټینګار وکړ او ويي ویل چې د دا ډول ټولنې د جوړولو لپاره د بېلابېلو قومونو او مذهبونو راټولېدل اړین دي.

په وروستيو لسو ورځو کې دا دويم سياسي جوړښت دی چې په افغانستان کې د سلو نورو سياسي ګوندونو ترڅنګ جوړیږي.

د افغانستان د ملي جبهې د ايتلاف جوړونکو د ايتلاف د پرانیستو په غونډه کې په افغانستان کې د یوه با ثباته نظام پر جوړولو ټینګار وکړ.

د جمعيت د ګوند غړي او د ولسمشر کرزي پخوانی لومړی مرستيال احمد ضيا مسعود، د جنبش اسلامي مشر عبدالرشيد دوستم او د وحدت د ګوند مشر محمد محقق د افغانستان د ملي جبهې د ايتلاف جوړونکي دي.

د ايتلاف نور غړي د ملي شورا یو شمېر غړي او نورې سیاسي څېرې دي.

د وحدت ګوند مشر محمدمحقق ادعا وکړه، چې اوسنی نظام په شخصي انګېزو اداره کیږي.

نظام

ښاغلي محقق که څه هم په تېرو لسو کلونو کې د یوشمېر پرمختګونو یادونه وکړه خو د نظام پر مشرانو يي هم له دې امله نيوکه وکړه چې د ده په خبره ګواکې له قانون نه سرغړونه کوي.

"له ټولو نه مهمه دا ده، چې د خپل هېواد نظام قانوني کړو. موږ لا هم خپل هېواد په شخصي انګېزو اداره کوو. دا سمه ده، چې مهم کارونه مو کړي دي، په تېرو لسو کلونو کې خلک د دیموکراسۍ پر لور ولاړل، خو دا ټول د دومره وخت او دومره پانګونې پروړاندې کافي نه دي. اساسي قانون مو تصویب کړ، له بده مرغه په دې وروستیو دوو کلونو کې له قانون څخه د تېښتې او د قانون ماتولو لمن د نظام تر مشرانو غځېدلې ده.٬٬

د غونډې ګډونوالو د سیاسي ټولنې پر جوړولو هم ټینګار وکړ.

د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال احمدضیا مسعود چې د غونډې بل وینا وال و د منظمې ټولنې لپاره یې د ټولنې سیاسي کېدل اړین وباله.

نوموړي وویل د سیاسي ټولنې د جوړولو لپاره د بېلابېلو قومونو او مذهبونو راټولېدل اړین دي.

سیاسي ټولنه

" موږ غواړو، چې په افغانستان کې یوه منظمه سیاسي ټولنه جوړه شي. منظمه سیاسي ټولنه په دې معني، چې د هېواد هر اوسېدونکی د سیاست په هر بهیر کې د سیاسي برخې اخیستنې حق ولري. ترهغې، چې د هېواد هر اوسېدونکی په دیموکراتیکه توګه په سیاسي بهیر کې د برخې اخیستنې له حق څخه برخمن نشي، په هېواد کې یوه منظمه ټولنه نشي جوړېدی.٬٬

احمدضیا مسعود د افغانستان د ملي جبهې يا نوي ايتلاف د مشرپه توګه وټاکل شو.

د غونډې په پای کې د یولسو مادو پرېکړه لیک هم صادر شو چې د اوسني ریاستي نظام پرځاي د پارلماني يا صدارتي نظام جوړېدل، د روان سياسي کړکېچ د هواری لپاره هڅې او د ملي شخصیتونو د قاتلینو نیول يي مهم ټکي دي.

په افغانستان کې له سلو ډېر سیاسي ګوندونه فعالیت کوي.

اوس یوشمېر ګوندونه هڅه کوي چې د ټولنې د ثبات لپاره سره یوځای شي.