د هند سترې محکمې دپاکستاني بندیانو راپور وغوښت

د هندوستان سترې محکمې حکومت ته حکم کړی چې په دوو اوونیو کې دننه دننه دهند په زندانونو کې د داسي پاکستاني بندیانو راپور ورکړي چې هیڅ کله نه دي محاکمه شوي.

سترې محکمې سخت اعتراض وکړ چې د هند په زندانونو کې ګڼ شمېر پاکستاني بندیان شته چې هیڅ کله یې دوسیې محکمې ته نه دي وړاندې شوي.

د سترې محکمې د حکم له مخې د هند حکومت باید په دوو اوونیو کې د پاکستاني بندیانو په هکله هراړخیز راپور چمتو کړي.

دغه راز له حکومته غوښتل شوي چې په راپور کې دا هم ووایي چې ولې څلور تنه پاکستانې ښځینه بندیانې په عاجله توګه بیرته هیواد ته وانستول شي؟

عریضه کوونکي لوړ رتبه وکیل پروفیسور بهیم سینګ ویلې د جمو په زندان کې څلور تنه پاکستانیان له ۱۹۶۵ م کال راهیسې بندیان دي خو تراوسه هم محکمې ته نه دي وړاندې شوي.

که څه هم روښانه نه ده چې دا کسان په څه ډول حالاتو کې نیول شوي وو خو پروفیسور بیم سینګ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل دا کسان په ۱۹۶۵م کال کې د جګړې پرمهال نیول شوي وو او له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې په زندان کې دي.

بیم سینګ وايي ددغو پاکستاني بندیانو خپلوانو له دوی سره اړیکه ټینګه کړې او ویلې یې دي چې دا خلک د پاکستاني غاړې کشمیر دي.

د بیم سینګ په وینا د هند حکومت وايي د پاکستان حکومت هیڅ کله نه ده منلې چې دغه کسان پاکستانیان دي.

خبرې رسنې وايي د قاضي آر این لودها په مشرې یوې قضایه ډلې ویلې دا ډیره بوږنوونکې ده چې د هندوستان په زندانونو کې په ګڼ شمېر کې پاکستانیان شته چې هیڅ کله یې دوسیې محکمې ته نه دي وړاندې شوې.

سترې محکمې له حکومته غوښتې چې ددغه ډول بندیانو شمېره معلومه کړي.

تر دې مخکې یوه هندي چارواکي ویلې و چې د هند په زندانونو کې شاخوا درې سوه اتیا تنه پاکستانیان بندیان دي چې په هغو کې اتلس یې کب نیوونکي دي.

پروفیسور بیم سینګ وايي په زنداني پاکستانیانو کې داسي کسان هم شته چې په تیروتنې د پاکستان له پولې هند ته اوښتي او هلته نیول شوي دي.

ورته مطالب