قزاقستان کې د بن د دویم کنفرانس پر اجنډا غونډه کېږي

استانه د انځور حقوق BBC World Service

افغان حکومت وایي، د کې د تماس نړیواله ډله د دویم بن کنفرانس پر اجندا د بحث لپاره د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې غونډه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي، چې په دې غونډه کې به په ټولو هغه مسایلو بحث وشي، چې تمه کېږي په دویم بن کنفرانس کې به پرې ټول پام راټول وي.

دغه وزارت وايي، د تماس د نړیوال ډلې په دې کنفرانس کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي او خپله بیانیه به هم وړاندې کړي.

ویل کېږي، چې دا به د دویم بن کنفرانس د چمتووالي لپاره، چې په راتلوکې میلادي میاشت کې جوړېږي، وروستۍ غونډه وي.

د تماسې نړیواله ډله، چې شاوخوا ۵۰ غړي لري، د افغانستان د مسایلو په اړه یې پخوا هم ۱۱غونډې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې غونډې مشري به د افغانستان او جرمني حکومتونه په ګډه مخ ته وړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې غونډه کې به په ټوله کې پام پر هغو موضوعاتو ورټول وي، چې په دویم بن کنفرانس کې پرې بحث کېږي:

مشورې

''په دې غونډه کې چې د افغانستان لپاره د سیمې او نړیوالې ټولنې خاص استازي ګډون کوي، د بن د کنفرانس په چمتووالي خبرې کېږي، ددې غونډې مشورې به د بن د کنفرانس لپاره ګټورې وي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به هم پکې ګډون وکړي. ''

ښاغلی موسی زی دارنګه وویل، د تماس په نړیوال ډله کې د سیمې او نړۍ هغه غړي شامل دي، چې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي لري.

د روانې میلادي میاشتې په دریمه د افغانستان په اړه سیمه ییز کنفرانس په استانبول کې هم جوړ شوی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، که څه هم استانبو کنفرانس، الزامي پریکړې نه درلودې، خو وايي چې د افغانستان او سیمې لپاره ارزښتناک او ښې پایلې درلودای شی.

ورته مطالب