د لویې جرګې خیمې ته نژدې ځانمرګی برید کوونکی ووژل شو

د لویې جرګې خیمه
Image caption د لویې جرګې خیمه د کابل ښار په لوېديځ پولي تخنیک پوهنتون د ننه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د لویې جرګې خیمې ته څېرمه یو ځانمرګی برید کوونکی د پولیسو په ډزو ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، برید کوونکي غوښتل چې د لویې جرګې خیمې ته ننوځي، خو د پولیسو له خوا له هدف وړاندې ووژل شو.

ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل: ''شېبه وړاندې د پولي تخنیک پوهنتون ته پر غځېدلي سړک یوه ځانوژونکي هڅه کوله چې د دغه سړک له لارې د لویې جرګې خیمې ته ننوځي خو امنیتي کسانو په ډزو وواژه.''

نوموړي دا هم ویلي چې له دغه برید کوونکي سره چاودېدونکي توکي هم وو.

لویه جرګه د کابل ښار په لوېديځ پولي تخنیک پوهنتون د ننه جوړه ده.

وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل چې کابل کې یې د پارلمان پروداندۍ د برید په تور د څلورو پاکستاني ځانوژونکو په ګډون، لس کسان نیولي.

او پر تېره یکشنبه، د لویې جرګې خیمې ته څېرمه د لارښوونې دفترونو ته امنيتي ارګانونو ویلي وو چې د جرګې تر پای ته رسېدا پورې د کورونو د کرایې، ګروۍ او خرڅلاو معاملې ودروي.

ورته مطالب