په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''له اقتصادي خپلواکۍ پرته سیاسي خپلواکي نه شي راتلی''

Image caption عبدالغفور لېوال وايي له اقتصادي خپلواکۍ پرته افغانستان سياسي او امنيتي خپلواکي نه شي تر ګوتو کولای.

نن سبا چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون پر سر خبرې تودې شوې، ورسره د خلکو نظرونه او اندونه هم وېشل شوي دي.

ځينې يې که د افغانستان لپاره زيان بولي، خو ځينې نور يې په دغه هېواد کې له ۲۰‍۱۴ کاله وروسته په سياسي، اقتصادي او امنيتي ډگرونو کې زيات گټور بولي

د افغانستان د سیمه ييزو څېړنو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي چې د دغه ستراتيژيک تړون په لاسليکولو سره افغانستان که له يوې خوا د خپلو گاونډيو په مقابل کې وقايه کېږي، نو له بله پلوه وايي چې له اقتصادي خپلواکۍ پرته دغه هېواد نه شي کولاى سياسي او امنيتي خپلواکي تر گوتو کړي.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچي له ښاغي لېوال سره مرکه کړې او په سر کې يې ترينه پوښتنه کړې چې د دغه تړون د لاسليک کولو پر مهال بايد کومو ټکو ته پاملرنه وشي؟